معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست (صفحه 104)

سیاست

پر بایډن د نه ختمېدونکو نیوکو لړۍ؛ امریکایي استازی وايي افغانان او امریکایان یې په ناورین کې ښکېل کړل

د امریکا د کانګریس ځينې غړي وایي چې بایډن دې نور له واک سره مخه ښه وکړي. د امریکا د کانګریس غړي روني جکسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن واک ته له رسېدو بیا تر دمه امریکا په کړکېچونو کې ښکېله کړې او امریکایانو ته یې بحرانونه زېږولي …

ادامه نوشته »

په دوحه کې د افغان او اروپايي استازو د خبرو پای؛ متقي وايي مثبتې پایلې به ولري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي یې دوحه کې د اروپایي ټولنې استازو سره خپلې دوه ورځنۍ مخامخ خبرې پای ته ورسولې. ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپاره کړي غږيز پیغام کې ویلي چې په …

ادامه نوشته »

ستانکزی: مخالفین دې هېواد ته راستانه شي خو د وزارت تمه دې نه کوي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وایي بهر ته تللي سیاستوال د افغان په توګه کولی شي هېواد ته راشي خو د وزارتونو خیال دې له سره وباسي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) شیرمحمد عباس ستانکزي په یوه ویډیويي پیغام کې …

ادامه نوشته »

افغان خاوره؛ د ساتنې په موخه یې په پولو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کېږي

کورنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به د افغان پولو په اوږدو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د پوله ساتي ځواکونو عمومي رییس شېرمحمد شریف دغه څرګندونې د کندهار سپین …

ادامه نوشته »

مسکو د افغانستان په هکله له امریکا سره په اړیکه کې دی

روسیه وایي له واشنګټن سره د افغانستان په اړه له نږدې کار کوي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) په واشنګټن کې د روسیې سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د بحران په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ نږدې اړیکې او بحثونه دوام لري. مسکو وايي …

ادامه نوشته »

رییس الوزراء: د ولس ستونزې هوارې کړئ؛ که نه واکمني به مو ړنګه شي

د افغانستان رییس الوزرا په خپله لومړنۍ وینا کې د اسلامي امارت پر چارواکو غږ کړی دی چې د واک په تر لاسه کولو دې شکر وباسي او د افغانانو ستونزې دې هوارې کړي. ګهیځ: مولوي محمد حسن اخوند د شنبې په شپه (د لیندۍ ۶مه) په خپاره کړي غږیز …

ادامه نوشته »

پر بایډن د ټرمپ د نیوکو لړۍ؛ نړۍ موږ ته د احمقانو په سترګه ګوري

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په خپلو نیوکو کې جو بايډن په نښه کړی دی. ګهیځ: ټرمپ د افغانستان په مسئله کې پر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي. هغه له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان …

ادامه نوشته »

دوحې ته د متقي سفر؛ د اروپايي ټولنې او امریکايي استازو سره تر لیدو وړاندې یې له قطري چارواکو سره ولیدل

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او مل پلاوي یې د قطر هېواد د وزارتونو له استازو سره لیدلي دي. ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۶مه) د افغانستان لپاره د ا.ا د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال احمد الله وثیق وايي، چې د امیرخان …

ادامه نوشته »

خوارځواکي او لوږه افغان ماشومان په مرګ ګواښي

په افغانستان کې زرګونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له خطر سره لاس او ګرېون دي. یوه برېټانوۍ رسنۍ راپور ورکوي چې په افغانستان کې د روان بد اقتصادي وضعیت له امله لوږه پډېره شوې، چې دې چارې ان د ماشومانو پر ژوند هم ناوړه اغېزه کړې ده. …

ادامه نوشته »

د امریکا او ا.ا د چارواکو اړیکې؛ استازي یې یو ځل بیا د خبرو مېز ته کېني

راتلونکې اونۍ د امریکا او اسلامي امارت استازي په دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پيلوي. ګهیځ: نن چهار شنبه د لیندۍ ۳مه په تر لاسه شوي راپورونو کې راغلي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي راتلونکې اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس