معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / خوارځواکي او لوږه افغان ماشومان په مرګ ګواښي

خوارځواکي او لوږه افغان ماشومان په مرګ ګواښي

په افغانستان کې زرګونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له خطر سره لاس او ګرېون دي.

یوه برېټانوۍ رسنۍ راپور ورکوي چې په افغانستان کې د روان بد اقتصادي وضعیت له امله لوږه پډېره شوې، چې دې چارې ان د ماشومانو پر ژوند هم ناوړه اغېزه کړې ده. راپورونه وایي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ډېری مرکزونه د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوي او سلګونه ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي.

تردې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې وه. دوی پر نړیوالو غږ کړی و چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او پر وخت بشري مرستې ور ورسوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس