معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ستانکزی: مخالفین دې هېواد ته راستانه شي خو د وزارت تمه دې نه کوي

ستانکزی: مخالفین دې هېواد ته راستانه شي خو د وزارت تمه دې نه کوي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وایي بهر ته تللي سیاستوال د افغان په توګه کولی شي هېواد ته راشي خو د وزارتونو خیال دې له سره وباسي.

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) شیرمحمد عباس ستانکزي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دوی د اوسني حکومت ټولو مخالفینو سره په اړیکه کې دي او غوښتنه ترې کوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې د تېر حکومت لوړپوړي چارواکي دې بېرته وطن ته راوګرځي خو د وزارت تمه دې نه کوي.

ستانکزي ویلي چې ټول افغانان تر څو حق لري په خپل ټاټوبي کې په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي. هغه څرګنده کړې، اسلامي امارت له ټولو هغو پخوانیو چارواکو چې دوی یې په خپل وطن کې له اوسېدو منع کړي وو، بېرته وطن ته د راتلو غوښتنه کوي څو له دوی سره په ګډه دا جګړه ځپلی هېواد اباد کړي.

ستانکزي دغه راز ډاډ ورکړی دی چې ډېر ژر به افغانان د یوه ازاد ملت په څېر ځانونه په نړیوال سټېج کې وویني.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس