معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په دوحه کې د افغان او اروپايي استازو د خبرو پای؛ متقي وايي مثبتې پایلې به ولري

په دوحه کې د افغان او اروپايي استازو د خبرو پای؛ متقي وايي مثبتې پایلې به ولري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي یې دوحه کې د اروپایي ټولنې استازو سره خپلې دوه ورځنۍ مخامخ خبرې پای ته ورسولې.

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپاره کړي غږيز پیغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې په دوحه کې له اروپايي ټولنې او قطري لوري سره ګټورې خبرې لرلې دي. د ده په وینا په دې لیدنو کې د اروپايي ټولنې اندېښنو ته ځواب ویل شوی دی.

د قطر هېواد ټینګار کړی چې له افغانستان سره به د خپلو مرستو لړۍ له سره پيلوي.

متقي وایي په یادو لیدنو کې د نوي حکومت په رسمیت پېژندل، د کنګل شوو شتمنیو ازادول، اقتصادي مرستې او د د بشري مرستو دوام بحثونه وشو. نوموړی دغه لیدنې ګټورې بولي او په خبره یې ښې پایلې به ولري.

امیرخان متقي دغه راز وایي چې دوی له نړۍ سره خبرو او تعامل ته ادامه ورکوي او دا به د دې سبب شي چې د نړیوالو اندېښنې ختمې او له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.

ټاکل شوې ده چې نن (دوشنبه) به د اسلامي امارت پلاوی د امریکا له ځانګړي استازي سره هم مخامخ خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ڼېټ پرایس ویلي، دې کتنه کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو پر خوندي ایستنې، له افغانستان سره پر بشري مرستو او د دې هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشي.

که څه هم نېټ پرایس په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې امریکایي لوري سره خبرو کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر موضوع هم غږېږي.

د افغانستان، اروپايي ټولنې او امریکا داسې مهال لیدنې او یادې څرګندونې کوي، چې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو د لویې انساني غمیزې خبرداری ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس