معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د ۱.۱ میلیون ډالرو په ارزښت پراختیایي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ننګرهار کې د ۱.۱ میلیون ډالرو په ارزښت پراختیایي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، سيمه ييزو مسوولينو او د جاپاني «PMS» موسسې استازو د ننګرهار په بالا کوټ ولسوالۍ کې یوه ټولګټه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

دغه پروژه چې پرې ۱.۱ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی، د یو سربند او د اوبولګولو یو کانال بیارغول په کې شامل دي.

ويل شوي چې د يادې پروژې په تطبيق سره، ۶۰۰ جریبه ځمکه په دايمي او ۲۲۵۰ جریبه ځمکه په موسمي ډول تر اوبو لګولو لاندې راغلې او همدا رنګه ۶ زره کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورڅخه برخمنې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس