معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت وایي، د بدخشان پرونۍ پېښې څېړنې لپاره یې لوړ رتبه هیئت ټاکلی

افغان حکومت وایي، د بدخشان پرونۍ پېښې څېړنې لپاره یې لوړ رتبه هیئت ټاکلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ بدخشان کې یو شمېر خلک د هغو امنیتي ځواکونو پر لور هجوم ور وړ، چې دغه ولایت کې د کوکنارو کښت په له منځه وړلو بوخت وو.

که څه هم د دغې پېښې په اړه بشپړ جزیات رسنیو ته نه دي په ډاګه شوي، خو د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـیح الله مـ.ـجاهـ.ـد ویلي، د بدخشان پېښې لپاره لوړ رتبه هیئت ټاکل شوی، تر څو د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او بشپړ راپور یې د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کړي.

د نوموړي په خبره د کوکنارو کښت لمنځه وړل د حکومت د امیر فرمان دی، چې هېڅ سیمه به له دغه فرمان څخه مستثنی نشي.

د مـ.ـجاهد په وینا یاد هیئت د ریاست الوزرا مقام له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري فـ.ـصيح الـ.ـدين فـ.ـطرت په مشرۍ ټاکل شوی، چې د هیئت په ترکیب کې له فرامینو او حکمونو څخه د تعقیب او نظارت لوی ریيس مـ.ـولوي شـ.ـمس الدين شریـ.ـعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې مـ.ـعین ملا عـ.ـبدالحق، د اسـ.ـتخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا رحـ.ـمت الله نجيـ.ـب او د بدخشان د علماوو شورا ریيس مولوي عـ.ـبدالمـ.ـومن شامل دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس