معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پر بایډن د نه ختمېدونکو نیوکو لړۍ؛ امریکایي استازی وايي افغانان او امریکایان یې په ناورین کې ښکېل کړل

پر بایډن د نه ختمېدونکو نیوکو لړۍ؛ امریکایي استازی وايي افغانان او امریکایان یې په ناورین کې ښکېل کړل

د امریکا د کانګریس ځينې غړي وایي چې بایډن دې نور له واک سره مخه ښه وکړي.

د امریکا د کانګریس غړي روني جکسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن واک ته له رسېدو بیا تر دمه امریکا په کړکېچونو کې ښکېله کړې او امریکایانو ته یې بحرانونه زېږولي دي.

د جکسون په خبره ددې وخت دی چې بایډن واک پرېږدي او په امریکا کې رامنځ ته کړی وضعیت پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د بايډن چټکه او بې فکره پرېکړه، په دغه هېواد کې د امریکايي وګړو پاتې کېدل او پر افغانانو د اوسني وضعیت راتګ هم هغه څه دي چې د امریکایانو او افغانانو لپاره یې ناورین زېږولی دی.

دغه امریکايي استازي له خپل ولس څخه غوښتي چې د بایډن د واک ختمولو لپاره لاس په کار شي او هغه نور له سپینې ماڼۍ خپل کور ته ولېږي.

له دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بایډن نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې، د بایډن له لاسه نړۍ امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري.

دوی پر بایډن نیوکه کوي، چې له افغانستان څخه یې د وتلو پرېکړه عجولانه او ناسمه وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس