معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / پاکستان د عافیه صدیقي او محمد رحیم په خلاصون کې هېڅ ډول همکاري نه کوي

پاکستان د عافیه صدیقي او محمد رحیم په خلاصون کې هېڅ ډول همکاري نه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عافیه صدیقي او محمد رحیم مدافع وکیل “کلاین سفورډ سمیټ” وایي، پاکستان ورسره د د دغو کسانو په خلاصون کې هېڅ ډول همکاري نه کوي.

‏د عافیه صدیقي او محمد رحیم مدافع وکیل چې کابل ته راغلی، د یوې خبري ناستې پرمهال له افغان حکومت څخه د هغوی د خلاصون په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

نوموړي د عافیه صدیقي قضیه تر ټولو بوږنوونکې او خواشینوونکې بللې او زیاته کړې یې ده، چې د هغې د خلاصون لپاره یې ځیني شاهدان او شواهد هم ترلاسه کړي دي.

د ګوانتانامو یو پخوانی زنداني، معظم بېګ چې له سمیټ سره ملتیا کوي ویلي، د پاکستان حکومت په یوه او بله پلمه بې ګناه خلک نیسي او بیا یې د ډالرو په بدل کې پر امریکا پلوري.

عافیه صدیقي او محمد رحیم له کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تېروي.

دوی په ۲۰۰۳ زېږدیز کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې له القاعده سره د لاس لرلو په تور تر نیول کېدو وروسته امریکایانو ته وسپارل شول.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس