معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مسکو د افغانستان په هکله له امریکا سره په اړیکه کې دی

مسکو د افغانستان په هکله له امریکا سره په اړیکه کې دی

روسیه وایي له واشنګټن سره د افغانستان په اړه له نږدې کار کوي.

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) په واشنګټن کې د روسیې سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د بحران په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ نږدې اړیکې او بحثونه دوام لري.

مسکو وايي له واشنګټن سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي څو په افغانستان کې روان بحران کابو او د لا پراختیا مخنیوی یې وشي.

روسي لوري دغه راز ویلي چې غواړي له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستې دوام وکړي، چې په وینا یې څو په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخنیوی وشي.

روسیې په تازه اقدام کې افغانستان ته د بشري مرستو لومړۍ جوپه هم لېږلې ده او ټینګار یې کړی چې د مرستو دغه ډول څو نورې جوپې به هم افغانستان ته ولېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس