معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د چمن پر پرلت کوونکو د پاکستاني پوځیانو پروني برید کې ۲۵ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

د چمن پر پرلت کوونکو د پاکستاني پوځیانو پروني برید کې ۲۵ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني پوځیانو د چمن پر پرلت کوونکو برید کړی دی.
ځایي سرچينو ویلي، پرلت کوونکي د چمن – سپين بولدک د لارې خلاصون په موخه چمن کې د یوه پوځي مرکز مخې ته ورټول شوي وو، چې پاکستاني پوځيانو پرې بريد کړی دی.
د سرچینې په وینا بريد کې ۴ پرلت کوونکي وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي.
د پاکستان حکومت ویلي، د دغې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
په چمن کې د روان پرلت مسوولینو د دغه پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه کړې.
په چمن کې د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پرلت روان دی او د پرلت غړي غوښتنه لري چې افغانستان ته دې د تګ – راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط لرې کړای شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس