معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لته بند له لارې د کابل – سروبي سړک د جوړولو پاتې چارې بشپړیږي

د لته بند له لارې د کابل – سروبي سړک د جوړولو پاتې چارې بشپړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال مـ.ـلا عبـ.ـدالغـ.ـني بـ.ـرادر د ټولګټو د وزیر ملا مـ.ـحمد عیسـ.ـی ثاني او د کابل د والي ملا امـ.ـین الله عـ.ـبید په ملتیا د کابل – سروبي لته بند سړک څخه لیدنه کړې.

د دغې لیدنې پرمهال ملا برادر ویلي، د ټولګټو وزارت پلان لري چې تر راتلونکو څو ورځو د لته بند له لارې د کابل – سروبي پاتې چارې پیل کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دې سړک د رغولو چارې به په ټاکلې موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ننګرهار ته د سفر پر مهال د یاد سړک د جوړولو ژمنه وکړه، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې به یې عملي چارې پیل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس