معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پر بایډن د ټرمپ د نیوکو لړۍ؛ نړۍ موږ ته د احمقانو په سترګه ګوري

پر بایډن د ټرمپ د نیوکو لړۍ؛ نړۍ موږ ته د احمقانو په سترګه ګوري

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په خپلو نیوکو کې جو بايډن په نښه کړی دی.

ګهیځ: ټرمپ د افغانستان په مسئله کې پر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي. هغه له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري.

ټرمپ وایي د بایډن مدیریت د امریکا په ټولو برخو کې ناکام او د امریکا د شرمېدو سبب شوی دی.

نوموړی وایي په امریکا کې نه د کرونا د بحران مخنیوی وشو، نه واکسین پر وخت ووېشل شول، نه اقتصادي هڅې پياوړې وې او نه هم امریکا د تېرو کلونو لاس ته راغلی باور وساتلی شوی.

دغه راز ټرمپ وایي که دا ځل د ټاکنو میدان ته راوګرځي نو له بایډن ټاکنې ګټلی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس