معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان خاوره؛ د ساتنې په موخه یې په پولو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کېږي

افغان خاوره؛ د ساتنې په موخه یې په پولو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کېږي

کورنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به د افغان پولو په اوږدو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شي.

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د پوله ساتي ځواکونو عمومي رییس شېرمحمد شریف دغه څرګندونې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې دي.

شریف ویلي چې د اسلامي امارت حکومت د پولو امنیت ته ژمن دی او په پوره میړانه به له خپلې خاورې څخه ساتنه کوي.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته داسې راپورونه ورکول شوي دي چې ایراني او پاکستاني پوځیان له خپلو پخوانیو ځایونو څخه افغان خاورې ته را وړاندې شوي دي خو اسلامي امارت دا خبر په کلکه رد کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس