معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / رییس الوزراء: د ولس ستونزې هوارې کړئ؛ که نه واکمني به مو ړنګه شي

رییس الوزراء: د ولس ستونزې هوارې کړئ؛ که نه واکمني به مو ړنګه شي

د افغانستان رییس الوزرا په خپله لومړنۍ وینا کې د اسلامي امارت پر چارواکو غږ کړی دی چې د واک په تر لاسه کولو دې شکر وباسي او د افغانانو ستونزې دې هوارې کړي.

ګهیځ: مولوي محمد حسن اخوند د شنبې په شپه (د لیندۍ ۶مه) په خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي، پر طالبانو دا شکر واجب دی چې واک ته رسېدلي او اوس د واک ساتل مهم دي. د ده په خبره د نوي حکومت چارواکو ته په کار ده چې د خپل ولس غږ واوري او له دوی سره مهربانه چلنډ وکړي.

مولوي حسن وویل، که دا چاره و نه کړي نو شونې ده چې واک یې بېرته له لاسه ووځي. نوموړي دغه راز ویلي چې طالبان د ولس په مرسته واک ته رسېدلي او په خبره یې که اوس ولس ته شا اړول کېږي دا د منلو نه ده.

نوموړي وویل، افغانستان کې نیستي او بېکاري له تېر حکومته په میراث پاتې ده خو زیاته یې کړه چې که چېرې ولس د دوی ملاتړ وکړي نو د ده په وینا، خدای پاک به ډېر ژر اوسنۍ ستونزې حل کړي.

رییس الوزراء د خپلو خبرو په یوه څنډه کې وویل چې پر مسلمان نر وي او که ښځه زدکړه فرض ده خو هغه “شرعي علوم دي” او “نور علومو ته که وخت پیدا شي او موقع برابره وي مشکل نه وي، هر څوک کولی شي چې تر خپل وس او طاقت پورې علم وکړي.”

همدا راز یې له نړیوالو سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ او ویې ویل، دوی له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي.

رییس الوزراء‎ مولوي حسن ټینګار کوي، چې حکومتي ادارې فعالې دي، پخواني کارکوونکي خپلو دندو ته راځي او په خبره یې هېڅوک یې د ګواښلو، ځورولو او یا سپکولو حق نه لري.

د یادولو وړ ده، چې مولوي حسن په افغانستان کې د اوسني حکومت جوړښت تر پخوانیو هغو ډېر ټولګډونه بولي او وايي چې د هر قام او ژبې خلک پکې شته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس