معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پيل شوي

هېواد کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پيل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، د روان کال په وري میاشت کې په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۶.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۹ پروژو پرانیسته شوې او چارې یې پيل شوې دي.

په پرانیستل شویو پروژو کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه، د اوسپنې ويلې کولو کارخونه، د نیله باغ هستوګنیزه پروژه، په کابل او هلمند کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۳ مېګاواټه برېښنا تولید، هرات ولایت کې د دوو سب‌ سټېشنونو جوړول او د برېښنا د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي غځول شامل دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس