معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / دوحې ته د متقي سفر؛ د اروپايي ټولنې او امریکايي استازو سره تر لیدو وړاندې یې له قطري چارواکو سره ولیدل

دوحې ته د متقي سفر؛ د اروپايي ټولنې او امریکايي استازو سره تر لیدو وړاندې یې له قطري چارواکو سره ولیدل

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او مل پلاوي یې د قطر هېواد د وزارتونو له استازو سره لیدلي دي.

ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۶مه) د افغانستان لپاره د ا.ا د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال احمد الله وثیق وايي، چې د امیرخان متقي او قطري چارواکو ترمنځ ناسته د کوربه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې تر سره شوې ده.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، په یاده ناسته کې د سیاسي، بشري، اقتصادي، ښوونې او روزنې موضوعاتو په تړاو اوږد بحث وشو.

د وثیق په وینا قطري چارواکو وویل چې، دوی به د افغانستان د خلکو تر څڼګ ولاړ وي او په راتلونکي کې به ورسره مرستې وکړي.

د یادولو وړ ده چې امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی به یې د اروپايي ټولنې، امریکايي استازو او نورو لورو سره هم ناسته ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس