معماری
خانه / ادب و هنر / د ليکوال او څېړونکي حقوق او وجايب!

د ليکوال او څېړونکي حقوق او وجايب!

د ليکوال او څېړونکي حقوق او وجايب!

د علومو اکاډمۍ غړی څېړنيار عبدالصبور مبارز

لنډيز

ليکوالي هنر دی، يو ښکلی او داسې سپېڅلی هنر چې هر د ليک لوست نه برخمن انسان ورته اړتيا لري. په ژوندانه کې له ورځني حساب ـ کتاب او عادي يادښتونو، شخصي او رسمي يا اداري ليکونو څخه نيولې بيا د لوړو علمي، تحقيقي او تخليقي ليکنو تر بېلا بېلو ډولونو پورې ټول د دغه هنر په پراخه لمن کې رانغښتې دي. د همدې لوړ کار په موخه ليکوال ته ځينې حقونه ورکړل شوي دي لکه: په هر ځای کې د ليکلو حق، د تجربې کولو حق، د فکر او سوچ لپاره د وخت درلودلو حق، د نورو ليکوالانو د ليکنو څخه د اقتباس حق، د ليکنې د نشـر حق، د ليکنې د مالکيت حق، د کاپي رايټ حق، د ګډ اثر د ليکلو حق، د دعوی د اقامې حق او نور مادي او معنوي حقوق. د دې حقوقو علاوه ليکوال او څېړونکی مکلف دی چې ځينې وجيبې مراعات کړي د بېلګې په توګه: د امانتدارۍ ساتنه، له انصاف څخه کار اخيستل، دروغ نه ويل، د اسنادو د کره والي تصديق، د اثر ثبتول، د تعصب څخه کار نه اخيستل، د ويلو، ليکلو او عمل ترمنځ توازن او داسې نور…

سريزه

علماء وايي چې ليکوالي يو فطري او طبیعي نعمت دی چې الله تعالی يو شخص ته ورکړی وي او بيا د همدې فطري نعمت څخه برخمن خلک د ټولنې ستونزې درک کوي او هغه د خپل قلم څوکې ته راوړي، خو د دې نظر خلاف نور علماء وايي چې ليکوالي د فطري نعمت تر څنګ کېدلای شي چې اکتسابي مسلک هم وګرځي، يعنې يو شخص کولای شي چې په هڅو او خوارۍ سره دا هنر زده کړي او بيا له دې لارې بيلا بېلې مقالې او ليکنې ترسره کړي، خو درېيم نظر چې راجح نظر دی دادی چې، د ليکنې په بېلا بېلو ډولونو کې فطري والی او اکتسابي والی فرق کوي، يعنې هغه ليکنې چې تخليقي اړخ لري هغه فطري نعمت دی لکه: شعر ليکل، د رياضياتو د فورمولونو کشف او داسې نور… ولې نور علمي مقالې چې تخليقي بڼه نلري کېدلای شي چې اکتسابي اړخ پيداکړي او په خوارۍ او هڅو سره ياد کړای شي. موږ په خپله دې ليکنه کې د همدې فطري او اکتسابي ليکوالانو او څېړونکو حقوق او وجايب څېړو.

د موضوع اهميت:

افغاني ټولنې په څېر يوه ټولنه کې چې ورځ تر بلې د ليکوالانو کچه زياتيږي او هره ورځ په بېلا بېلو لارو ليکنې نشـريږي، د ليکوال حقوق او وجايب پېژندل يو لازمي امر دی، زموږ په ټولنه کې ليکوالان له خپلو حقوقو څخه ناخبره دي، خو برعکس بيا ليکوال له خپلو وجيبو هم ناخبره دي، هره ورځ د يو ليکوال حق تر پښو لاندې کېږي، خو ليکوال يې ځکه پوښتنه نه کوي چې هغه خپل حق نه پېژني او له بلې خوا د يو ليکوال حق ځکه نقض کېږي چې مقابل اړخ کوم ليکوال چې د ده حق يې تلف کړی خپله وجيبه نه پېژني، که چېرې يو ليکوال خپله وجېبه وپېژني هېڅکله به د يو بل ليکوال حق تلف نشـي، نو دا موضوع له دې اړخه چې ليکوالان خپل حقوق او وجايب وپېژني او له هغې دفاع وکړي ډېره د اهميت وړ ده.

د موضوع موخې:

د دې موضوع د ليکلو څخه موخه داده چې له يو اړخ ليکوالان خپل حقوق او وجايب وپېژني او له بل اړخه ټولو هغو قانوني مواردو ته پام وکړي چې له امله يې د يو ليکوال حق تلف کېږي، همدارنګه يو ليکوال په دې پوه شي چې که چېرې يې حق تلف شي نو له کومو قانوني لارو کولای شي چې د خپل حق پوښتنه وکړي او څنګه کولای شي چې محکمې ته مراجعه وکړي.

د موضوع د ليکلو کړنلاره:

په دې موضوع کې د کتابتوني څېړنې له ډول او د اړتيا په صورت کې د مرکې له مېتود څخه ګټه اخيستل شوې ده، يعنې لومړی د معتبرو مراجعو څخه په استفادې موضوع را ټوله شوې ده او په ځينو اختلافي موضوعاتو کې له محترمو استاذانو سره مرکې شوي او بيا يې ځواب د متن په شکل ليکل شوی دی. د دې موضوع په بشپړولو کې د معتبرو ليکوالانو له کتابونو، د علمي مجلو له ليکنو او د اړتيا په صورت کې له انټرنېټي ويبپاڼو ګټه اخيستل شوې ده. مأخذ د عمومي کوډ ګذارۍ په مېتود ليکل شوی دی، يعنې په پای کې د مأخذونو عمومي فهرست ترتيب شوی دی او د همغه مأخذ شماره د متن په منځ کې ليکل شوې ده. د قرآني آيتونو او حدیثونو استخراج شوی دی او د مأخذونو په عمومي فهرست کې يې حواله ورکړل شوې ده، په پای کې له موضوع نه لاس ته راغلې پايله ليکل شوې ده او په همدې مېتود تر پايه تګ شوی او موضوع تکميل شوې ده.

ليکوال:

ليکوال او څېړونکی د يوې ټولنې اساسي ستونزې درک کوي او بيا همغه ستونزې د ليکوالۍ له طريقه له عامو خلکو سره شريکوي او څېړونکی همدغه ستونزې څېړي او بيا ورته د حل لارې وړانديز کوي او هغه د ټولنې له وګړو سره شريکوي، دا چې زموږ دا موضوع د ليکوال او څېړونکي د حقوقو او وجايبو پورې اړه لري نو اړينه ده چې لومړی ليکوال او بيا څېړونکی وپېژنو او له هغې وروسته پر دې بحث وکړو چې آيا د ليکوال او څېړونکي ترمنځ توپير شته او که نه؟ نو لومړی په ليکوال بحث کوو چې ليکوال څوک دی؟

ليکوالي په عامه معنی هغه فن او ليکنې هنر دی چې د هغه په وسيله کولی شو خپل افکار يا په بله معنی هغه مفاهيم، مطالب او معلومات چې زموږ په ذهن کې دي په ليکلي بڼه په ډېره آسانه، ښه او اغيزناکه توګه نورو ته انتقال او ولېږدو، او د دې کار کوونکي ته ليکوال ويل کېږي.۱

استاد امرالله اميد د ليکوال په اړه وايي: (ليکوالي کسب دی، لکه څنګه چې يو ترکاڼ، ترکاڼي کوي، يو خياط، خياطي کوي همداسې ليکوال، ليکوالي کوي، ليکوال هغه څوک دی چې په ذهن کې ګرځيدونکي خيالونه او فکرونه په ډېر هنري شکل او الفاظو د سپين کاغذ مخ ته راوړي او د کاغذ سپينوالی په يو څو تورو توروي.)۲

ابوالاعجاز حفيظ صديقي د اردو ژبې د يو ادبي قاموس ليکوال دی، نوموړی په خپل قاموس (کشاف تنقيدی اصطلاحات) کې ليکوال داسې معرفي کوي: (تأليف په لغت کې د دوه يا دوه څخه زياتو شيانو يو د بل سره مخ کولو، اړيکې ورکولو او يا په يو ځانګړي ترتيب سره جمع کولو ته ويل کېږي او مؤلف هغه څوک دی چې پورتنی کار ترسره کوي يعنې دوه يا څو ګډوډ شيانو ته په خپل منځ کې اړيکه ورکول او يا په يو ځانګړي ترتيب د هغوی جمعه کوونکي ته ليکوال ويل کېږي.)۳

ليکوالي هنر دی، يو ښکلی او داسې سپېڅلی هنر چې هر د ليک لوست نه برخمن انسان ورته اړتيا لري. په ژوندانه کې له ورځني حساب ـ کتاب او عادي يادښتونو، شخصي او رسمي يا اداري ليکونو څخه نيولې بيا د لوړو علمي، تحقيقي او تخليقي ليکنو تر بېلا بېلو ډولونو پورې ټول د دغه هنر په پراخه لمن کې رانغښتې دي.

څېړونکی:

څېړونکی هغه کس دی چې څېړنه ترسره کوي دا چې څېړنه څه شی دی؟ په دې اړه دلته لنډ بحث کوو:

دکتور فخرالدين، د علمي څېړنو او پلټنو تګ لاره، اثر کې وايي: (علمي څېړنه او پلټنه عبارت له هغې لارې او روش څخه دی چې پلټونکی او څېړونکی د علمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطر ټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګند او بيا يې خلکو ته وړاندې کوي.) ۴

هاشمي وايي: تحقيق(څېړنه) د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده، چې لغوي يې د حق، حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه او سپړنه ده او په ادبي اصطلاح په يوې خاصې او ځانګړې لارې او روش د يو نامعلوم حقيقت پلټنې او څرګندونې ته د تحقيق (څېړنې) فن وايي او څوک چې دا کار کوي هغه ته څېړونکی ويل کېږي.)۵

د اسلام مبارک دين هم د څېړنې په اړه ډېرې لارښوونې لري د بېلګې په ډول په قرآن عظيم الشان کې الله تعالی فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ.َ) ۶

ژباړه:اى مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسې ته له كوم خبر سره راشي نو تاسې تحقيق وکړئ، له جهته د وېرې د دې چې وبه رسوئ تاسو يوه قوم لره ضرر او تاوان په ناپوهۍ سره نو پس وبه ګرځئ تاسو په هغه څه سره چې مو عمل کړی دی خفه او پښيمانه. ۷

همدارنګه بل ځای الله تعالی فرمايي: (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)۸

ژباړه: آيا دوی په قرآن کې غور نه کوي، يا پر زړونو باندې د دوی قفلونه وهل شوي دي. ۹

حضـرت جابر رضی الله تعالی عنه فرمايي: (موږ په سفر وتلي وو د يو تن سر په ډبره زخمي شو بيا هغه شيطان تير ويست خپلو ملګرو څخه يې پوښتنه وکړه هغو ورته وويل: تا ته رخصت نشته  ته د اوبو په استعمال باندې قادر يې غسل وکه،کله چې هغه غسل وکړ نو مړ شو،کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته راغلو کيسه مو ورته وکړه هغه وويل: په لوی لاس مو وژلی دی،کله چې نه پوهيدې نو پوښتنه به مو کړې وه د ناپوه سړي علاج پوښتنه ده هغه ته تيمم کافي ؤ او يا به يې په زخم ټوټه تړلې وه او بيا به يې نور بدن وينځلی ؤ.۱۰

پورتنی حديث او آیت په دې دلالت کوي چې اسلام هم څېړنې او تحقيق ته خلک رابللي دي او بايد چې په دې برخه کې خلک کار وکړي.

د قرآن کريم الفاظ، معنی، جمله بندي، شکل، لغات او د نورو علومو سره يې اړيکې په دې دلالت کوي چې د نړۍ بهترين معجز کتاب دی. د نړۍ اکثره علوم د قرآن کريم سره اړيکې لري، همدارنګه په پښتو کې څېړنه، په فارسي کې پژوهش او په انګليسـي کې ريسـرچ د عربي ژبې له تحقيق سره هم معنی دي چې په قرآن کريم او احاديثو کې د تحقيق په هکله خبرې شته دي چې د معاصرو علومو د څېړنېزو پرمختګونو سره يو شان والی لري.

په اسلامي ادبياتو کې د قرآن کريم ټولول، جمع کول او تدوينول بې جوړې مثال دی چې د نړۍ هېڅ کتاب ورسره برابرولی نشو او د اسلامي نړۍ له شهکاره عملونو څخه يې ګڼلی شو.

د ليکوال او څېړونکي ترمنځ توپير:

د دې مقالې عنوان ته په کتلو کېدای شي اکثره خلکو سره دا پوښتنه پېدا شوې وي چې ليکوال او څېړونکی سره څه توپير لري چې په عنوان کې په جلا ډول سره ليکل شوي دي، د همدې توپير د جوتولو په موخه مو څېړنپوه دکتور سيد محی الدين هاشمي سره مرکه وکړه چې نوموړي په دې اړه داسې وويل: (ليکوال او څېړونکی سره توپير لري، ليکوال هر څوک کېدلای شي خو څېړونکی هر څوک نشـي کېدلای، ليکوال هغه دوکاندار هم دی چې د قرض کتابچه کې يو چا پسې پېسې ليکي، ليکوال هغه څوک هم دی چې خپلې ورځنۍ خاطرې ليکي، ليکوال هغه مېرمن هم ده چې د کور حسابي ليکي او ليکوال هغه شخص هم دی چې په ډېره لوړه کچه ډېرې لوړې علمي مقالې ليکلي. څېړونکی هم ليکوال دی، خو څېړنه د ليکوالۍ يوه ډېره مهمه او خورا علمي برخه ده، څېړونکی هغه څوک دی چې د اسنادو او مدارکو په راټولولو سره يوه ليکنه کوي او د ټولنې يوه ستونزه پرې حلوي، څېړونکی هغه څوک دی چې يو شی چې هېڅ وجود ونلري هغه وجود ته راوړي، د ټولنې له منځه ځينې حقايق راوباسي او حل لارې ورته وړانديز کړي، لنډه دا چې د ليکوال او څېړونکي ترمنځ توپير دادی چې هر څېړونکی ليکوال دی خو هر ليکوال څېړونکی نه دی، يا په بله معنی څېړنه د ليکوالۍ يو جز دی او ليکوالۍ کل دی.)۱۱

د ليکوال او څېړونکي حقوق:

ليکوال او څېړونکی يو لړ حقوق لري چې په  دې بحث کې ترې يادونه کوو، ليکوال او څېړونکی Dr Jeni Smith او Simon Wrigley د ليکوال او څېړونکي لپاره ځينې حقوق په نښه کړي چې په لاندې ډول دي:

لومړی ـ The right to Write anywhere (په هر ځای کې د ليکلو حق): دغه ليکوالان د ليکوال او څيړونکي لومړی حق دا ګڼي چې ليکوال کولای شي هر ځای چې وغواړي ليکنه وکړي، دا يې حق دی او له دې حق څخه يې هېڅوک نشـي محرومولی، د دې حق لامل دادی چې ځينې ليکوالان محيط ته په کتو ليکنې کوي او که چېرې يو ښه محيط ورته مساعد نشـي نو بيا ليکنه نشـي کولای، لکه د شاعرانو په اړه چې راځي چې دوی بايد په شنو سيمو او باغونو کې کيني او هلته شعر وليکي، يا د يو علمي مقالې لپاره يو آرام ماحول په کار دی، که چېرې يو ليکوال په هر ځای کې ځان ته آرام ماحول برابرولی شي هملته يې حق دی چې ليکنه وکړي او له هغه ځای څخه ګټه واخلي.

دوهم ـ The right to experiment and break rules (د تجربې کولو حق): د ليکوال او څېړونکي بل حق دادی چې نوې تجربې وکړي او نوې نظريې او قواعد رامنځته کړي، په پورتني حق کې د قواعدو ماتول هم راغلي دي له دې څخه موخه دا نه ده چې قواعد يا قوانين مات کړه خو تجربه وکړه، بلکې له دې موخه داده چې پخوانيو قواعدو ته مه ګوره چې هغه څنګه دي او بايد همغه تطبيق شي، بلکې نوې تجربه وکړه پخواني قواعد او تيوريانۍ/ تیورګانې ماتې کړه او نوي قواعد او تيوريانۍ/ تیورګانې رامنځته کړه نو د نويو قواعدو او تيوريانو د رامنځته کولو لپاره ليکوال او څېړونکی حق لري چې تجربه وکړي او په دې لاره کې د مخلتفو اصولو او کړنلارو څخه ګټه واخلي.

درېيم ـ  The right to work electronically, draw, or use a pen and paper (د کمپیوتري ليکلو، رسمولو او يا هم د قلم او کاغذ په واسطه د ليکلو حق): ليکوال او څېړونکی حق لري چې په هر ډول چې يې خوښه شي په همغه ډول ليکل وکړي، يعنې کولای شي چې په مستقيم ډول د کمپیوټر په واسطه خپله مقاله يا څېړنه ټايپ کړي او هغه نشـر کړي، کولای شي چې خپل يو هدف د يو رسم په رسمولو سره خلکو ته وړاندې کړي او دا حق هم لري چې د قلم په واسطه خپله ليکنه په سپين کاغذ وکړي او هغه بيا نشـر کړي، لنډه دا چې ليکوال او څېړونکی حق لري چې په هر ډول يې زړه وغواړي په همغه ډول خپله ليکنه وکړي.

څلورم ـ The right to take time to think (د فکر او سوچ لپاره د وخت اخيستلو حق): همدارنګه ليکوال او څېړونکی حق لري چې څومره وخت يې په فکر، سوچ او ليکنه مصـرفيږي هغه ترلاسه کړي، هېڅوک بايد د ليکوال يا څېړونکي څخه دا حق وانخلي چې په هغه فشار راوړي او عاجل ترې د ليکنې غوښتونکی شي، د عاجل کار بيا يو زيان دا هم وي چې ليکوال د فشار له امله يوه ليکنه يا څېړنه ترسره کوي چې هغه بيا طبیعي نه راځي او ډېرې ستونزې په کې شايد پيدا شي نو ليکوال او څېړونکي ته بايد د هغه د غوښتنې په اساس وخت ورکړل شي تر څو په پوره معيارونو برابره يوه طبيعي ليکنه ترسره کړي.

پنځم ـ The right to borrow from other writers (د نورو ليکوالانو له ليکنو څخه د اقتباس حق): ليکوال او څېړونکی کولای شي چې د منبع په ذکر کولو سره يوه مشخصه موضوع د نورو ليکوالانو له ليکنو څخه اقتباس يا قرض کړي، يعنې دا هم د ليکوال او څېړونکي حق دی چې کولای شي د نورو کتابونو څخه اخيستنه وکړي او هغې ته په خپله ليکنه يا څېړنه کې ځای ورکړي دا چې څومره اخيستنه کولای شي دا د څېړنې په اصولو کې يو جلا بحث دی چې دلته زموږ له موضوع سره اړخ نه لږوي ځکه پرې بحث نه کوو.۱۲

شپږم ـ د اثر د نشـرولو حق: ليکوال او څېړونکی حق لري چې خپل ليکل شوی اثر نشـر کړي، نشـر د اثر د رامنځته کوونکي يا د هغه د مالک له موافقې وروسته عامه خلکو ته د اثر خپرول يا نمايش څخه عبارت دی. ۱۳، ليکوال د نشـر پر مهال د دې آزادي لري چې په هر ځای کې کولای شي خپل اثر نشـر کړي، يعنې ليکوال کولای شي خپله مستقيماً يا هم د يوې مطبعې له لارې خپل اثر نشر کړي دا د ليکوال ذوق او خوښۍ پورې اړه لري او دا يې حق دی.

اووم ـ د اثر د ملاتړ حق: ليکوال او څېړونکی حق لري چې دولت د هغه د اثر څخه ملاتړ اعلان کړي او د ده د هر ډول حقوقو څخه دفاع وکړي، د افغانستان د کاپي رايټ قانون په اوومه ماده کې هغه آثار په نښه شوي دي چې دولت له هغې څخه ملاتړ کوي دغه اثر په دې ډول دي: (۱ـ ادبي اثر لکه: کتاب، رساله، بروشر، مقاله، نمايشنامه او نورې علمي ليکنې. ۲ـ شعر، ترانه، سندره. ۳ـ سمعي او بصـري اثر چې د سينما په پردو يا راډيـوـ تلويزيون کې نشـريږي. ۴ـ نقاشي، تصوير، طرح، رسامي، ګرافيکي آثار، حکاکي، سنګي چاپ. ۵ـ مجسمه ۶ـ فني اثر ۷ـ کمپیوتري برنامې ۸ـ نمايشي اثر (ډرامه) ۹ـ معماري. ۱۰ـ نور ادبي، علمي او هنر آثار.)۱۴

اتم ـ د اثر د مالکيت حق: هر ليکوال او څېړونکی د خپل اثر مالک دی، او د هغه په اړه پوره واک لري چې په هر ډول يې وغواړي نشـر يې کړي، خرڅ يې کړي او يا يې چا ته ډالۍ کړي. په دې اړه د افغانستان د کاپي رايټ قانون لسمه ماده وايي: (هغه شخص چې نوم يې په اثر کې لیکل کېږي، د هغه منځته راوړونکی (مالک) پېژندل کېږي، خو دا چې مخالف دليل يې ثابت شي.) ۱۵ که چېرې يو څوک د يو شخص ليکل شوی اثر چې د هغه ملکيت دی په خپل نوم چاپ کړي نو بيا د همدې کاپي رايټ قانون په اساس محاکمه کېږي.

نهم ـ مادي حقوق: ليکوال او څېړونکی حق لري چې د خپل ليکل شوي اثر له لارې مادي امتيازات لاس ته راوړي مګر هغه مهال يې نشـي کولای چې خپل ليکوال يا څېړونکی موافقه وکړي. د افغانستان د کاپي رايټ قانون په يوولسمه ماده کې ليکوال او څېړونکي ته مادي حق منل شوی دی او هغه ته يې د دې حق ورکړی دی چې کولای شي هغه په مکمل ډول وپلوري يا په کرايه یې ورکړي او بل هر ډول چې ليکوال او څېړونکی وغواړي له هغه مادي ګټه لاس ته راوړي.۱۶

لسم ـ معنوي حقوق: ليکوال او څېړونکی کولای شي چې د خپلې څېړنې يا ليکنې له لارې معنوي حقوق ترلاسه کړي، دا چې معنوي حقوق کوم دي په دې اړه د افغانستان د کاپي رايټ قانون دولسمه ماده داسې صراحت لري: (د اثر معنوي حقوق، د هغه په منځته راوړونکي پورې منحصر دي، د انتقال وړ نه دي. د اثر منځته راوړونکی د لاندې معنوي حقوقو لرونکی دی: ۱ـ په اثر کې د نوم يا مستعار نوم ذکر کول يا نه ذکر کول. ۲ـ د هغه اثر په هکله چې د اثر د منځته راوړونکي عزت يا شهرت ته زيان ورسوي د هر ډول تحريف، توضيح، اصلاح يا تحقيروونکي عمل منع. ۳ـ د اثر پر هر ډول تحریف، د شکل پر بدلون يا تصرف، اعتراض.)۱۷

يوولسم ـ د کاپي  رايټ حق: د يوې ليکنې يا څېړنې ټول حقوق (د نشـر حق، د ژباړې حق، د چاپ حق، معنوي حق) د ليکوال او څېړونکي پورې اړه لري هېڅوک نشـي کولای چې هغه پرته د ليکوال له اجازې څخه وژباړي، يا يې نشـر کړي، يا هم پر خپل نوم د غلا په شکل چاپ کړي او هم د ليکوال يا څېړونکي له ليکنې او څېړنې استفاده وکړي خو د ليکوال نوم د مأخذ په ډول ياد نه کړي، که چيرې دا ډول اعمال پرته د ليکوال له اجازې څخه ترسره شول د کاپي رايټ قانون په اساس شخص محاکمه کېږي.

دولسم ـ د ګډ اثر د ليکلو حق: ليکوال او څېړونکی حق لري چې د يو بل ليکوال يا نورو ډېرو ليکوالانو او څېړونکو سره په ګډه يو اثر وليکي او يا يوه څېړنه ترسره کړي. په ګډ اثر کې بيا هر ليکوال په جلا ډول د خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن ګڼل کېږي .۱۸

ديارلسم ـ د دعوی د اقامې حق: که چېرې د يو ليکوال يا څېړونکي له اثر څخه غلا وشي، يا بل څوک يې په خپل نوم چاپ کړي، يا پرته د ليکوال او څېړونکي له اجازې څخه وژباړي او يا يې په غلا د مادي ګټې لپاره چاپ کړي، ليکوال او څېړونکی حق لري چې په محکمه کې پرې دعوه اقامه کړي. په دې اړه د کاپي رايټ قانون نهه ويشتمه ماده وايي: (هغه شخص چې په دې قانون کې درج شوي حکمونه نقض کړي، متضـرر يا د هغه قايم مقام کولای شي د ليکلي غوښتنليک پر اساس د هغه عليه مدني او جزايي دعوی د محکمې په وړاندې اقامه کړي.)۱۹

څوارلسم ـ له وفات څخه وروسته د اثر د چاپ حق: د ليکوال او څېړونکي اثر د دولت له ملاتړ څخه برخمن دی او دا د ليکوال او څېړونکي حق دی چې د هغه له وفات څخه وروسته هم د هغه اثر چاپ او نشـر کړي، په دې اړه د کاپي رايټ قانون شپاړسمه ماده وايي: (د اثر د منځته راوړونکي چاپ شوی يا خپور شوی اثر، د هغه له وفات وروسته تر پنځوسو کلونو مودې پورې، خو دا چې د خپل ژوند پر وخت يې په لیکلې بڼه بل ډول تصميم نيولی وي.)۲۰

دلته له بل ډول تصميم څخه موخه داده چې کېدلای شي ليکوال يا څېړونکي خپل اثر د بيا چاپ حق او له هغه مادي ګټه اخيستنه خپلو ورثو ته انتقال کړې وي، او دا د ليکوال بل حق دی چې کولای شي خپل اثر خپلو ورثو ته انتقال کړي او هغوی د دې له مادي حقوقو څخه برخمن شي.

د ليکوال او څېړونکي وجايب:

ليکوال او څېړونکی د حقوقو علاوه ځينې وجايب او مسؤوليتونه هم لري چې بايد هغو ته پام وکړي، د ليکوال او څېړونکي مهم وجايب په لاندې ډول دي:

لومړی ـ حق ويل: د يو ښه ليکوال او څېړونکي لپاره دا حتمي ده چې د رښتيا ويلو حوصله ولري، ليکنې او څېړنې د لوبو او ساعت تېرۍ کار نه دی، بلکې يو مسلک دی، د تحقيق په ټوله دوره کې د محقق لپاره اړينه ده چې له دروغو، دوکې او ريا کارۍ څخه ځان وساتي، ځکه دا ځانګړنې په څېړنيز مسلک کې ځای نلري.۲۱

دوهم ـ له انصاف او امانت دارۍ څخه کار اخيستل: اکثره وروسته پاتې ټولنو کې په خلکو او ولس باندې ظلم کېږي، د دوی مال خوړل کېږي او همدارنګه له دوی سره له انصافه کار نه اخيستل کېږي، همدا شان کله کله له علمي بې انصافۍ نه هم کار اخيستل کېږي، لکه د يو ليکوال له اثره استفاده کول او د اقتباس په ډول نه ښودل او يا دا چې د څېړنې پرمهال د څېړنې له موادو څخه په پوره امانتدارۍ ساتنه کول او په هغې کې لاس وهنه نه کول، بلکې څه شی چې د خلکو د نظرياتو څخه لاس ته راغلي بايد په پوره امانتدارۍ په څېړنه او ليکنه کې ځای په ځای شي او خلکو ته ورسول شي، همدارنګه د موادو په تحليل کې بايد له انصاف نه کار واخيستل شي هېڅکله شخصـي کرکې او بدبينۍ بايد په څېړنه کې ځای په ځای نشي.۲۲

پورتنۍ خبرې ته الله تعالی هم په قرآن کې اشاره کړې ده چې وايي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَماناتِ إِلي‏ أَهْلِها وَ إِذا حَکَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُکُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ کانَ سَميعاً بَصيراً)۲۳

ژباړه: بېشکه الله امر کوي په تاسې (ای مؤمنانو) د دې چې وسپارئ تاسې امانتونه اهل د اماناتو ته او کله چې حکم کوئ تاسې (ای قاضيانو، ای حاکمانو) په منځ د خلکو کې نو حکم وکړئ په انصاف سره.۲۴

درېيم: د دروغو او افواهاتو نه ليکل: په څېړنه او ليکنه کې دروغ ليکل د علماوو په نزد له هغه دروغ ډېر زيانمن دي چې يو سړی يې په عادي ژوند کې له خپل ملګري يا کورنيو غړو سره وايي، ځکه ستا په څېړنه خلک اعتماد کوي او په هر ځای کې يې د استناد په ډول وړاندې کوي، همدارنګه نور څېړونکي او ليکوالان ترې په خپلو آثارو کې ګټه اخلي نو که چېرې تا يو دروغ ليکلي وي نو هغه څو لاسه خپريږي چې بيا دا خپريدونکي دروغ کېدلای شي چې د ډېرو خلکو ژوند، ټولنې شرايطو او يا شخصـي کاروبار ته صدمه ورسوي، په دې اړه الله تعالی فرمايي: (فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَري‏ عَلَي اللَّهِ کَذِباً أَوْ کَذَّبَ بِآياتِهِ إِنَّهُ لا يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ)۲۵

ژباړه: نو څوک دی ډېر ظالم له هغه چا نه چې تړي پر الله باندې دروغ يا نسبت د دروغو کوي آیتونو د ده ته، بيشکه شان دا دی چې خلاصی نه مومي مجرمان.۲۶

څلورم ـ له تعصب څخه ځان ساتل: ليکوال او څېړونکی په هېڅ وجه نشـي کولی چې په مذهبي، ژبنيز، قومي او يا هم سيمه یيز تعصب کې ښکيل وي، څېړنه بې طرفه او د عدالت او رښتنولۍ پر اصولو ولاړ عمل دی چې که کوم څوک د چا د شخصيت په اړه څېړنه کوي او نوموړی شخص له خپل قوم يا ژبې څخه تېر شوی وي، نو څېړونکی بايد هر څه واضح او صفا وليکي، څېړونکی له سيمه ییز، قومي او ژبنيز تعصب څخه خالي او له دې ناوړه اعمالو څخه لوی شخصيت دی.

پنځم ـ ليکوال او څېړونکی بايد منونکی وي: که چيرې څېړونکی د خپلې څېړنې لپاره کومه فرضيه غوره کړي، که چېرته د هغې فرضيې په خلاف دليلونه پيداکېږي، هغه بايد ومني او په پوره شوق سره خپل کار ته ادامه ورکړي، يعنې څېړونکی او ليکوال غواړي چې يوه موضوع په داسې ډول ثابته شي چې دده د نظريې مطابق وي خو کله ليکنه يا څېړنه پيلوي داسې اسناد پېداکوي چې د ده د نظريې خلاف وي نو څېړونکی بايد هغو اسنادو ته تسليم شي او له خپلې نظريې تېر او په پوره امانتدارۍ څېړنه ترسره کړي.

شپږم ـ زحمت اېستل او صبر کول: د څېړونکي او ليکوال کار تل زحمت، خواري کښل او هڅه غواړي، هغه څوک به د څېړنې په کار کې بريالی وي چې زحمت باسي او په پوره صبر او حوصلې سره کار کوي. د څېړنو په برخه کې کله کله د لږ کار لپاره ډېر زحمت ايستلو اړتيا وي. څېړونکی که د ډېر کار او زحمت څخه وروسته کومې پايلې ته ونه رسېږي، بيا هم په خورا مينې او حوصلې سره بايد خپل کار ته ادامه ورکړي او د حقيقت موندنې لپاره بايد زحمت وباسي. ۲۷

اووم ـ د اسنادو کره کول او د خبرې تصديق: څېړونکی او ليکوال بايد پوره هڅه وکړي چې کوم اسناد په لاس ورغلي دي هغه سم دي او که نه؟ داسې نشـي په کومو تزويري اسنادو خپل استناد وکړي او ټوله څېړنه يې بې بنياده شي همدارنګه څېړونکی بايد د حقايقو د اثبات لپاره خپلې خبرې تصديق کړي، همدغه د خبرو تصديق د څېړنې روح او د روان استازولي کوي يعنې د فرضيو د اثبات پرته څېړنه هېڅ معنی نه لري او داسې څېړنه دا معنی لري چې انسان دې موجود وي خو روح دې پکې نه وي.۲۸ په دې اړه الله تعالی فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ)۲۹

ژباړه:اى مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسې ته له كوم خبر سره راشي نو تاسې تحقيق وکړئ، له جهته د وېرې د دې چې وبه رسوئ تاسو يوه قوم لره ضرر او تاوان په ناپوهۍ سره نو پس وبه ګرځئ تاسو په هغه څه سره چې مو عمل کړی دی خفه او پښيمانه.۳۰

اتم ـ د ويلو، ليکلو ا و عمل ترمنځ توازن: د څېړونکي او ليکوال د ليکلو، فکر او عمل تر منځ توازن مهمه مسئله ده. که ليکوال کوښښ وکړي چې د فساد پر ضد تحقيقاتي پروژه پيل او پای ته ورسوي؛ خو دی په خپله په فساد کې اخته وي او د ده د ويلو، ليکلو او عمل تر منځ برابري موجوده نه وي، نو کله هم د داسې ليکوال خبرې تأثير نه کوي.

نهم ـ له مبالغې څخه کار نه اخيستل: کله کله ځينې څېړونکي او ليکوالان په خپلو ليکنو کې مبالغه کوي، يعنې لاس ته راغلي معلوماتو کې اضافه والی کوي او دا اضافه والی د مبالغې حد ته رسېږي، د څېړونکي او ليکوال په کار کې مبالغه ځای نلري، بلکې د دوی بايد هره جمله او هر لفظ ډېر عاميانه او په حقيقت ولاړ وي. د تحقيق کار چاته د شخصيت ورکولو او يا هم د چا د شخصيت جريحه دار کولو نه دی، بلکې هغه څه چې واقعيت وي او د ټولنې ستونزې او حل لارې په کې نغښتې وي همغه بايد شريک شي.

لسم ـ د اثر ثبت کول: ليکوال او څېړونکي مکلف دي چې خپل ليکل شوی اثر په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبت کړي تر څو سبا له هر ډول جنجال سره مقابله وکړي او د غلا مخنيوی يې هم شوی وي، د افغانستان د کاپي رايټ قانون اتمه ماده همدا وړانديز کوي چې بايد ليکل شوی اثر ثبت شي، ياده ماده وايي: (د اثر منځته راوړونکی کولای شي خپل اثر د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ثبت کړي.)۳۱

د پورتنيو وجايبو علاوه ليکوال او څېړونکی ځينې نور وجايب هم لري چې بايد ترسره يې کړي، خو پورتني ذکر شوي وجايب يې عمده دي او په همدې موخه مو ترې يادونه هم وکړه.

پايله

ليکنې او څېړنې ته هره ټولنه اړتيا لري او بايد د يوې ټولنې ليکوالان او څېړونکي له هر ډول فساد، چاپلوسۍ او خيانت څخه پاک وي، ليکنې بېلا بېل ډولونه لري چې د هغې له جملې څخه يې يوه هم څېړنه ده، يعنې د څېړنې او ليکنې ترمنځ فرق دادی چې ليکنه کل دی او څېړنه د ليکنې جز دی، يعنې هره څېړنه يوه ليکنه ده خو هره ليکنه بيا څېړنه نشـي کېدلای. ليکوال بيا يو لړ حقوق لري لکه: په هر ځای کې د ليکلو حق، د تجربې کولو حق، د فکر او سوچ لپاره د وخت درلودلو حق، د نورو ليکوالانو د ليکنو څخه د اقتباس حق، د ليکنې د نشـر حق، د ليکنې د مالکيت حق، د کاپي رايټ حق، د ګډ اثر د ليکلو حق، د دعوی د اقامې حق او نور مادي او معنوي حقوق. د دې حقوقو علاوه ليکوال او څېړونکی مکلف دی چې ځينې وجيبې مراعات کړي د بېلګې په توګه: د امانتدارۍ ساتنه، له انصاف څخه کار اخيستل، دروغ نه ويل، د اسنادو دکره والي تصديق، د اثر ثبتول، د تعصب څخه کار نه اخيستل، د ويلو، ليکلو او عمل ترمنځ توازن او داسې نور… که چېرې د يو ليکوال حقوق تلف کېږي، نو کولای شي چې د کاپي رايټ قانون په اساس په تلف کوونکي شخص په محکمه کې دعوه اقامه کړي او د خپل حق غوښتونکی شي، او که چېرې زموږ په ټولنه کې يو ليکوال له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي نو لرې نه ده چې په ليکوالانو کې به فوق العاده اصلاحات راشي او په واقعي بڼه به د ټولنې ستونزې راوباسي او د حل لارې به ورته وړانديز کړي.

مأخذونه

۱: سيد محی الدين هاشمي، د ليکوالۍ هنر، ميهن خپرندويه ټولنه، جلال آباد،۱۳۹۵ هـ.ش کال، ۵ مخ

۲: امرالله اميد، شفاهي مصاحبه، ۱۳۹۸ هـ.ش کال، د سرطان د مياشتې ۱۵ نېټه.

۳: ابو الاعجاز حفيظ صديقي، کشاف تنقيدی اصطلاحات، مقتدره قومی زبان، اسلام آباد، ۱۹۸۵م کال، ۲۶ مخ.

۴: فخر الدين قانت، د علمي څېړنو او پلټنو تګلاره، ۱۴ مخ.

۵: سيد محی الدین هاشمي، مخکینی مأخذ، ۲۸۳ مخ

۶: الحجرات سورت، ۶ نمبر آیت.

۷: کابلی تفسير، دوهم جلد، الحجرات سورت، ۱۲۰۷ مخ.

۸: محمد سورت، ۲۴ نمبر آیت.

۹: کابلی تفسير، دوهم جلد، محمد سورت، ۱۱۶۵ مخ.

۱۰: ابوداود کتاب الطهاره ج۱ص۶۰.

۱۱: څېړنپوه دکتور سيد محی الدين هاشمي سره شفاهي مرکه، مرکه کوونکی: عبدالصبور مبارز، نېټه: ۱۳۹۸/۰۴/۲۵، سې شنبې ورځ.

۱۲: Dr Jeni Smith او Simon Wrigley, The rights of the writer, online PDF link: http://www.nwp.org.uk/uploads/5/7/5/2/57522719/poster_right_to_write2.pdf

۱۳: د افغانستان د مؤلف، مصنف، هنرمند او څېړونکي د حقوقو ملاتړ (کاپي رايټ) قانون، پرله پسې ګڼه (۱۲۳۰)، څلورمه ماده، ۷ فقره.

۱۴: مخکينی مأخذ، اوومه ماده.

۱۵: مخکينی مأخذ، لسمه ماده، لومړۍ فقره.

۱۶: مخکينی مأخذ، يوولسمه ماده.

۱۷: مخکينی مأخذ، دولسمه ماده.

۱۸: مخکينی مأخذ، څلور ويشتمه ماده.

۱۹: مخکينی مأخذ، نهه ويشتمه ماده.

۲۰: مخکينی مأخذ، شپاړسمه ماده.

۲۱: عزت الله اديب، د څېړونکي صفتونه، د لاس رسۍ آنلاين لينک: https://www.academia.edu/27527657/Research_Method_Pashto_-_Article_2

۲۲: سيد اصغر هاشمي، په اسلامي او نويو څېړنو کې د څېړونکي ځانګړنې، تاند خپرندويه ويب سايټ، حوت ۱۳۹۵ هـ.ش، د لاس رسۍ آنلاين لينک: http://www.taand.com/archives/86695

۲۳: النساء سورت، ۵۸ نمبر آیت.

۲۴: کابلي تفسير، لومړی جلد، النساء سورت، مخ ۴۸۸.

۲۵: يونس سورت، ۱۷ نمبر آیت.

۲۶: کابلی تفسير، لومړی جلد، يونس سورت، مخ ۱۱۶۹.

۲۷: عزت الله اديب، د څېړونکي صفتونه، د لاس رسۍ آنلاين لينک: https://www.academia.edu/27527657/Research_Method_Pashto_-_Article_2

۲۸: سيد اصغر هاشمي، په اسلامي او نويو څېړنو کې د څېړونکي ځانګړنې، تاند خپرندويه ويب سايټ، حوت ۱۳۹۵ هـ.ش، د لاس رسۍ انلاين لينک: http://www.taand.com/archives/86695

۲۹: الحجرات سورت، ۶ نمبر آیت.

۳۰: کابلی تفسير، دوهم جلد، الحجرات سورت، مخ ۱۲۰۷.

۳۱: د افغانستان د مؤلف، مصنف، هنرمند او څېړونکي د حقوقو ملاتړ (کاپي رايټ) قانون، پرله پسې ګڼه (۱۲۳۰)، اتمه ماده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس