معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د درملو د تولید ۶ نورې کارخونې جوړیږي

هېواد کې د درملو د تولید ۶ نورې کارخونې جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو او درملو ملي ادارې رییس په بلخ کې د خوړو او درملو ادارې د پرانېستنې په مراسمو کې ویلي، هر کال د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت درمل اخیستل کیږي، چې له دې وروسته به د ولس پيسې په درملو نه، بلکې په ښو خوراکي توکو مصرفیږي.

د خبر پر بنسټ ډاکټر عبدالباري عمر زیاته کړې، یاده اداره په هېواد کې د ټولو خوراکي توکو او درملو د کنټرول او ولس ته د ښو خدمتونو په موخه رامنځته شوې او په دې برخه کې به هر اړخیزې هلې – ځلې وکړي.

نوموړي ویلي، دا مهال په هېواد کې ۷۶ د درملو لویي او وړې تولیدې فابریکې فعالیت کوي، چې د هېواد ۲۵ سلنه اړتیاوې پوره کوي.

د مسؤولینو په وینا هیله مند دي، چې په راتلونکي کال کې به د درملو د تولید ۶ نورې لویې کارخوني هم جوړې شي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس