معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له شپږ اړخیز دهلېز سره د افغانستان د نښلېدو هڅې پیل شوي

له شپږ اړخیز دهلېز سره د افغانستان د نښلېدو هڅې پیل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په ازبکستان کې په یوه شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست د شپږ اړخيز دهليز د جوړولو او د افغانستان، روسيې، بلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې د ګډون په موخه تېره ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ ازبېکستان ته تللی دی.

په دغه کتنه کې د افغانستان پلاوي د نورو هېوادونو له پلاوو سره د هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخیزه دهلېز له لارې د راکړې – ورکړې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس