معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګردیز کې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د یو کانال جوړلو چارې پيل شوې

ګردیز کې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د یو کانال جوړلو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ګردیز ښاروالۍ په یاد ښار کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د ګردېز ښاروالۍ ویلي، چې د ښار لومړۍ ناحیې اړوند شیخانو سیمه کې د یو ان هبیتات مؤسسې په مالي ملاتړ د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي، د یو متر په پلنوالي او د یو متر په لوړوالي سره د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د دغه کانال د رغنیزو چارو پیل سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ټاکل شوې، چې د جوړولو چارې به يې په راتلوونکو دوه میاشتو کې بشپړې شي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس