معماری
خانه / ګهیځ / د کابل – جلال آباد پر لار ترافیکي پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل – جلال آباد پر لار ترافیکي پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو کرولا موټر له غره سره ټکر وکړ، چې له امله یې ۵ تنه مړه شول او یو بل کس ټپي دی.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې زیاتې شوې او لامل یې د موټر چلولو د اصولو او مقرراتو نه مراعتول او د کم عمره خلکو لخوا د موټر چلولو په ګډون ګړندى تګ ښودل شوی دى.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس