معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بهرنیو چارو وزیر وایي، ‏د داعش ډلې تر شا درې ګاونډي هېوادونه لاس لري

بهرنیو چارو وزیر وایي، ‏د داعش ډلې تر شا درې ګاونډي هېوادونه لاس لري

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغان – قزاق ګډ نړیوال نندارتون د پرانېستي په مراسمو کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، افغانستان او سیمه کې د داعشي بریدونو تر شا درې ګاونډي هېوادونه لاس لري.

نوموړي زیاته کړې، چې درې ګاونډي هېوادونو په سیمه کې داعش ته زمینه برابره کړې، چې یو یې بشري قوه ورکوي، بل یې د روزنې، تمویل او ترویج کار پرمخ وړي او بل هېواد یې بیا بریدونو کولو ته رسوي.

متقي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان نورو ته ضرر نه رسوي او له نورو هم غواړي، چې افغانستان کې له ورانکاره کړنو څخه لاس واخلي.

دا په داسې حال کې دی، چې افغانستان کې د داعش ډلې د شویو بریدونو په تړاو اکثریت وخت د تاجکستان او پاکستان اتباع نیول شوي او وژل شوي دي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس