معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستانه پرون تر زرو ډېر افغان کډوال وېستل شوي

له پاکستانه پرون تر زرو ډېر افغان کډوال وېستل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان تېره ورځ یو وار بیا تر زرو ډېر افغان کډوال له خپل هېواده په جبري ډول وېستلي دي.

د خبر پر بنسټ، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې د غوايي پر لسمه پاکستان ۱۰۰۱ تنه افغانان، چې په دغه هېواد کې اوسېدل، په جبري ډول وېستلي، چې په دغو کډوالو کې ۱۹۱ کورنۍ شاملې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کډوال هېواد ته تر راستنېدو وروسته، د مرستو په موخه یو شمېر مؤسسو ته ورپېژندل شوي او دغه راز ورسره د سرپرست حکومت له لوري هم مرستې شوې دي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس