معماری
خانه / فعالیتونه / په ختيځ زون کې د ګهيځ د فعاليتونو پر دوام نوی مسؤول وټاکل شو
په ختیځ زون کې نوی استازی و ټاکل شو

په ختيځ زون کې د ګهيځ د فعاليتونو پر دوام نوی مسؤول وټاکل شو

په ختیځ زون کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې نوی مسؤول و ټاکل شو

په ختیځ زون کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې نوی مسؤول د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ګهیځ ټولنې غړیو او ژورنالیستانو ته ور وپېژندل شو.

په یاده غونډه کې چې د تېرې دو شنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه نېټه جوړه شوې وه په جلال آباد ښار کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په کتابتون کې د ختیز زون او ننګرهار یو شمېر ژورنالیستانو، د یاد ریاست د فرهنګ آمر ښاغلي امرالله امید، په ختيځ کې د ژورنالیستانو خونديتوب ادارې مشر شيرشاه همدرد، په ننګرهار کې د آزادۍ مطبعو مسؤول، لیکوال او شاعر شفیق الله میمله وال، د مشرقي اتحاد مجلې مشر او نامتو شاعر او ژورنالیست عزت الله ځواب او ځینو نورو مینه والو ګډون درلود.

غونډه د ننګرهار ولایت د ژورنالیزم پوهنځي محصل او د ګهیځ ټولنې غړي نذیر منیب په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې رئیس ښاغلي سردار محمد دیندار خیل د غونډې ګډونوالو ته د ګهیځ ټولنې په اړه معلومات ورکړل او په ترڅ کې یې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې له پخواني استازي ښاغلي جاوید ذاکري مننه وکړه چې په تېره کمه او زیاته دوه کلنه دوره کې یې په ختیځ زون او په تېره ننګرهار ولایت کې له دغې ټولنې سره له اخلاصه ډکه همکاري وکړه او ځوان ژورنالیست ښاغلی محفوظ الحق کاکړ یې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې د نوي استازي په توګه د غونډې ګډونوالو ته ور و پېژاند.

په یاده غونډه کې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې پخواني مسؤول ښاغلي جاوید ذاکري چې د شخصي ستونزو له امله یې له دندې استعفا ورکړې او نوي مسؤول ښاغلي محفوظ الحق کاکړ هم په خپل و ار خبرې وکړې او په ټوله کې یې د ګهیځ ټولنې له کار او پلانونو څخه خپله خوښې څرګنده کړه.

همدارنګه ځینو نورو ژورنالیستانو هم په خپل وار د ګهیځ ټولنې له ادارې او کارکونکو مننه وکړه چې په ختیځ زون کې یې د دې ټولنې د فعالیتونو پیل بختور وګڼلو.

همدارنګه د یادې ناستې په پای کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوي غړیو ( مشر سردار محمد دیندار خېل او د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزي) د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د فرهنګ آمر ښاغلي امرالله امید او د آزادۍ مطبعو له مسؤول ښاغلي شفیق الله میمله وال سره وکتل په داسې حال کې چې د ګهیځ ټولنې د کارونو په اړه یې ورته معلومات ورکړل، په ختیځ زون کې یې د ټولنې د کارونو په اړه له دوی نه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه چې یادو مسؤولینو هم په خپل وار له دوی سره د همکارۍ او مرستې ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې نوی مسؤول ښاغلی محفوظ الحق کاکړ د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو په څانګه کې زده کړې کړې دي او له پرله پسې شپږو کلونو را پدیخواه یې له مختلفو رسنیو سره کار کړی دی. محفوظ الحق کاکړ دم ګړی له میلمه راډیو او آی ډبیلو پې آر سره د آزاد ( فري لانس) خبریال په توګه کار کوي.

د ښاغلي محفوظ الحق کاکړ د ټلیفون شمېره:۰۷۸۰۷۱۷۸۰۵

ایمیل ادرس: mahfooz.kakar2014@gmail.com

په ختیځ زون کې نوی استازی و ټاکل شو

پخوانی:

“ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه” تر کابل وروسته، د هېواد په ختیز زون ( کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو) کې د خپلو فعالیتونو د پیل زیری ورکوي.
د ګهیځ لیکوالو او ژوزنالیستانو ټولنی د اجرایي کمیسیون د پلاوي د هغه سفر په ترڅ کې چې د روان لمریز کال (۱۳۹۵) د تلې په ۱۵ مه نېټه جلال آباد ته ترسره شو، د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځې محصل او د سباوون ستوري ژورنالیزم انستیتیوت استاد، ښاغلی جاوید ذاکري دم گړۍ په ختیز زون کې د ګهیځ ټولنې د کارونو د همغږي کونکي په توګه و ټاکل شو، چې د ښاغلي ذاکري له خوا هم دغه مسوولیت و منل شو.
پدې توګه د ختیز زون او یادو ولایتونو ټولو ژورنالیستانو،لیکوالو او فرهنګ پالو ځوانانو ته خبر ورکول کیږي چې په یادو ولایتونو کې د ګهیځ ټولنې د کارونو د سمون او غړیتوب ترلاسه کولو لپاره، له ښاغلي جاوید ذاکري سره په اړیکه کې شي. د ښاغلي ذاکري د ټلفون شمیره: ۰۷۷۷۷۷۸۸۴۸،
برېښنا لیک:
javid.zakiry@gmail.com

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس