معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هوا پېژندنې ادارې په ۲۴ ولایتونو کې د اورښت اټکل کړی

د هوا پېژندنې ادارې په ۲۴ ولایتونو کې د اورښت اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن پنجشنبه په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزگان، خوست، پکتيا، لوګر، غزني، دايکندي، اورزګان، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، بغلان، پنجشېر، ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د باران اټکل شته. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

د هواپېژندنې ادارې دا اټکل داسې مهال ورکړی چې په دې وروستیو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو له امله ګن شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس