معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او قزاقي چارواکو پر دوه اړخیزو اقتصادي مسایلو خبرې کړي

افغان او قزاقي چارواکو پر دوه اړخیزو اقتصادي مسایلو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او په افغانستان کې د قزاقستان د پانګونې په هکله خبرې اترې شوې دي.

خبرپاڼې لیکلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي افغانستان لېواله دی چې له قزاقستان سره راکړه – ورکړه پراخه کړي او همدارنګه هیله یې څرګنده کړې، چې قزاقستان په افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برېښنايي حکومتولۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي د افغانستان او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو پيل مهم بللی دی.

ورته مهال سریک ژومانګارین په کابل کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درې ورځني ګډ سوداګریز نندارتون د پرانیستو خبر هم ورکړی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس