معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳ لکه ۵۸ زره ټنه انتقالات شوي

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳ لکه ۵۸ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۶ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې د تېر ۱۴۰۲ کال په وروستۍ کب میاشت کې د هېواد د بېلابېلو اوسپنې پټلیو له لارې ۳۵۸ زره ۷۳۹ مټریک ټنو صادرات او واردات شوي دي.

یادې ادارې ویلي، چې په دې موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲ لکه ۹۵زره ۳۳ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۶۹۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴ زره ۷۲ ټنه او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳۵ ټنه د نفتي او غیري نفتي او نورو توکو انتقالات تر سره شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز زیاته کړې، چې په یاده میاشت کې ۴۸۵۴ مټریک ټنه ټرانزېټ او صادرات هم بهرنیو هېوادونو ته شوي، چې لویه برخه یې کېنو، وچه مېوه او د آنارو جوس جوړوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس