معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په پاکستان کې د بلوچستان یوې محکمې د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی

په پاکستان کې د بلوچستان یوې محکمې د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ځايي محکمې د دغه هېواد د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر “محمود خان اڅکزي” د نیولو امر کړی دی.

د دغه ایالت عدلیي منتظم د هغې قضیې په لړ کې د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی، چې په ګوالمنډي سیمه کې ثبت شوې ده.

د یادونې ده، چې کله محمود اڅکزی د پاکستان ولسمشرۍ مقام ته کاندید شو، نو پولیسو يې پر کور چاپه وهلې وه او د نوموړي شخصي ساتونکی یې نیولي وو.

د ځايي پولیسو په وینا د محمود خان اڅکزي هستوګنځي ته ځکه پولیس ورغلي وو، چې د نوموړي کور ته نژدې د ځمکې یوه ټوټه غصب شوې وه، خو کله چې پولیسو د غصب ختمولو لپاره فعالیت پیل کړ، مخه یې نیول شوې وه، په داسې حال کې چې په خپله اڅکزی هغه مهال په اسلام اباد کې ؤ.

پولیسو په دولتي چارو کې د لاسوهنې، دولتي ځمکې غصب او یو شمېر نورو قانوني مادو له مخې د قضیې اسناد محکمې ته سپارلي وو او یادې محکمې بیا له دې امله د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی، چې نوموړی دغې محکمې ته نه دی حاضر شوی.

دا پداسې حال کې ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو هغه مهال تور پورې کړی وو چې محمود خان اڅکزي د پاکستان د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد د وروستیو ټاکنو په ترڅ کې د درغلیو په اړه حقایق بیان کړل او په دې اړه یې مسؤول کسان هم په ډاګه کړل، نو ځکه یې په غبرګون کې یې حکومت د شپې پر کور چاپه ووهله.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس