معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نن د ثور اتمه، هېواد کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ده

نن د ثور اتمه، هېواد کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ده

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

له نن څخه ۳۲ کاله وړاندې په ۱۳۷۱ هـ لمریز کال د ثور پر اتمه نېټه تر شاوخوا څوارلس کلنې جهادي مبارزې وروسته د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې افغان مجاهدینو بریا خپله کړه.

په دې ورځ د ډاکټر نجيب په مشرۍ کمونيستي نظام سقوط او مجاهدين کابل ته دننه شول.

ګهیځ نیوز سره خبرو کې د چارو یو شمېر شنونکو ویلي، اتم د ثور د آزادۍ او خپلواکۍ هغه سمبول دی، چې په کې د اشغال د خاتمې لپاره ډېرو پاک نفسو افغانانو خپل سرونه نذرانه کړل او د هېواد په تاریخ کې یې یرغلګر او مستبد خلک له هېواده وشړل، خو په وینا یې ترې وروسته د یو شمېر بهرنیو دسیسو له امله چې د واک خواهشاتو د وخت مشران سره جوړ نه کړل.

د مجاهدینو تر بریا وروسته احزابو د واک پر سر د خپلمنځي اختلافاتو له امله ونه کړای شو، چې یو پیاوړی، متحد او دوامداره حکومت راتلونکي نسل ته په میراث کې پرېږدي.

د چارو د څارونکو په باور د احزابو ترمنځ اختلافاتو څخه ځینو ګاونډیو او غربي هېوادونو د خپلو موخو لپاره ګټه واخېسته او څو لسیزې یې افغان ولس په دربدرۍ او کړاو کې ښکېل کړ.

د تاریخ پوهانو په وینا دغه هرج او مرج د تنظیمي او د ملک الطوایفي نظامونو په منځته راتګ باندې منتج شو، چې خپلمنځي ګډوډیو کې تر اشغال ډېر ولسونه کډوال او بې شمېره کونډې او یتیمان یې ترشا پاتې شول.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس