معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۸۹ زره ټنه انتقالات شوي

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۸۹ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې په تېره میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۴۸۹زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې تېره میاشت د حېرتان، آقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۴۸۹ زره ۷۹۸ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
په یاد توکو کې ۲۸ زره ۴۰ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او نور توکي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي، دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده، چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس