معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

پاکستان د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې تمدید شوه.

د خبر پر بنسټ، دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ پرون د کابینې په غونډه کې شوې ده.

پاکستان وايي، د دې مودې په غځولو سره کډوال کولی شي چې زده‌ کړو، بانکي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، په پاکستان کې یو میلیون او ۴ لکه راجسټر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د پروسږکال د احصایې له مخې، په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر نږدې درې میلیونه او ۷ لکو ته رسیږي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس