معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / ملګري ملتونه وایي، غزه کې د ناچاوده توکو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسي

ملګري ملتونه وایي، غزه کې د ناچاوده توکو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په عراق کې د ملګرو ملتونو د ماینونو پر وړاندې د مبارزې مشر ویلي، پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۳۷ میلیونه ټنه پاتې شوني ډېرۍ شوي، چې د ناچاوده بمونو څخه ډکې دي.

پهر لودهمار ویلي، ۶۵ سلنه نړېدلې ودانۍ د خلکو استوګنځي وو او د دغو ودانیو د کنډوالو پاکونه به ۱۴ کاله وخت ونیسي.

د غزې تړانګې پراخې برخې د اسراییل د بریدونو په پایله کې په کنډواله بدلې شوې.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، هغه مرمۍ چې توغول شوې لس سلنه یې ناچاوده پاتې دي او باید د ماین پاکۍ د ډلو لخوا پاکې شي.

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اکټوبر له اوومې نېټې تر دې دمه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې څه د پاسه ۳۴ زره کسان وژل شوي دي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس