معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا له چاد هېواد څخه خپل سرتیري وباسي

امریکا له چاد هېواد څخه خپل سرتیري وباسي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت ویلي، پلان لري چې د شمالي مرکزي افریقا په لویې وچه کې د پروت هېواد چاد څخه خپل سرتیري وباسي.
امریکا په چاد کې شاوخوا ۱۰۰ سرتیري لري، چې د افریقا په لویدیځ کې د سخت دریځو ډلو په خلاف مقابله کوي.
د پنټاګان ویاند، تورنجنرال پیټریک رایډر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افریقا لپاره د امریکا د پوځ قومانداني پلان لري د چاد څخه د امریکایي ځواکونو ځای بدل کړي.
د نوموړي په خبره د ځینو سرتېرو د وتلو لپاره مهالوېش لا له وړاندې ټاکل شوی دی.
جنرال رایډر همدارنګه ویلي، چې د چاد څخه د امریکايي سرتېرو وېستلو پرېکړه لنډمهالې ده او زیاته یې کړه چې د دې هېواد سره د امریکا د امنیتي همکارۍ د ارزونې له مخې شوې چې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال پیل شي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس