معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي

بدخشان کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسؤولینو د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي، د یاد ولایت د درایم ولسوالۍ په خواسپک، ګرګیان او نیمتله سیمو کې او د تشکان ولسوالۍ په غوري سنګ، احمد آباد، المیچ، آسیاه، نوران او یارساز کلیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو زر جریبه کرنیزې ځمکې او په ټولیزه توګه ۵۷  کورونه ۱۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه، د آسیاب محلي ماشینونه، فرعي پلګوټي او سړکونه ویجاړ شوي او ۲۰ څاروي تلف شوي دي.

 د تېرې شپې د بارانونو له امله د فېض آباد – بهارک ولسوالۍ لاره د تګ – راتګ پرمخ بنده شوې ده.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس