معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د نننۍ چاودنې له امله پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

بدخشان کې د نننۍ چاودنې له امله پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په بدخشان کې د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې نننۍ چاودنې د فېض‌آباد په ښار کې درې پولیس وژلي او پنځه تنه نور یې ټپيان کړې دي.

د دې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار په یوه خبرپاڼه کې هم څرګنده کړې، چې دا چاودنه نن ماسپښین د فېض‌آباد ښار د جوزګون په سیمه کې د پولیسو پر کاروان شوې ده.

د کامګار په وینا، چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو.

دا چاودنه هغه مهال وشوه چې پولیس د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره روان وو.

تراوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس