معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیا کې د خلکو په شخصي لګښت د یو سړک جوړولو چارې پيل شوې

پکتیا کې د خلکو په شخصي لګښت د یو سړک جوړولو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پکتیا کې قومي خلکو په خپل شخصي لګښت د یو سړک د جوړولو کار پیل کړی.

د پکتیا د مېرزکې ولسوالۍ اړوند کړکین درې اوسېدونکو په شخصي لګښت له غونځۍ کلي څخه تر کړکین درې پورې د یو سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، دې سیمې ته لار د خوړ په منځ کې تېره شوې، چې د واورو، بارانونو اورېدو، پسرلي اوبو زیاتېدو او سېلابونو راوتلو پر وخت د موټرو پر مخ تړل کیږي او خلک نشي کولی چې په دې لاره تګ راتګ وکړي.

د خلکو په خبره، بار بار یې له حکومتونو دې سیمې ته د لارې جوړېدو غوښتنه هم کړې، خو حکومتونو په دې اړه اقدام نه دی کړی.

دوی همداراز زیاتوي، شته ستونزو او کړاوونو اړ کړي، څو په خپل شخصي لګښت سره دغه سړک جوړ کړي، خو له اوسني سرپرست حکومت څخه په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس