معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / میدان‌ وردګو کې سېلابونو ۴ سوه جریبه کرنیز فصلونه له‌ منځه وړي

میدان‌ وردګو کې سېلابونو ۴ سوه جریبه کرنیز فصلونه له‌ منځه وړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې میدان ‌وردګو ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني زیان سربېره، درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د یاد ولایت مرکز میدان‌ ښار کې د ولایتي ادارې او موسسو له لوري له زیانمنو شویو کورنیو سره د بېړنۍ مرستې په موخه جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس فیض‌الله جلالي ویلي، اورښتونو په مرکز میدان‌ ښار، جلرېز، نرخ، چک، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې د سرځان سربېره، درانه مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

جلالي زیاته کړې، د اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۵کسانو ته مرګ‌ – ژوبله اوښتې، لسګونه هستوګنیز کورونه نړېدلي، ۶۰ لوی او واړه څارويو ژوند بایللی او شاوخوا ۴سوه جریبه کرنیز فصلونه هم له منځه تللي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس