معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، د ټاپي پروژې تطبیق پر وړاندې هېڅ خنډ نشته

افغان حکومت وایي، د ټاپي پروژې تطبیق پر وړاندې هېڅ خنډ نشته

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له اجرايوي رییس سره په کتنه کې ویلي، ټاپي پروژه د ټولو ګډونوالو هېوادونو په ګټه ده.

په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او په ځانګړې توګه د عملي او تخنیکي اړخونو او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې شوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، سرپرست وزیر د دې پروژې په ژر تر ژره پلي کېدو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په افغانستان کې د ټاپي پر وړاندې هېڅ ډول خنډ وجود نه لري.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د کارونو د لا چټکتیا په موخه هوکړه کړې، چې د یادې پروژې د ټولو اړخونو د ښې همغږۍ په موخه به کاري ډلې جوړوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس