معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان ښوونځیو کې د زده کوونکو شاملولو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ

پاکستان ښوونځیو کې د زده کوونکو شاملولو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان حکومت په ښوونځیو کې د میلیونونو ماشومانو د شاملولو لپاره پرون چهارشنبه بېړنی حالت اعلان کړ.

د خبر پر بنسټ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په اسلام آباد کې ویلي، چې حکومت یې ښوونځيو ته د ماشومانو د بېرته ستنولو له سختې ستونزې سره د مبارزې لپاره رسماً بېړنی حالت اعلانوي.

دغه اعلان حکومت ته د دې امکان ورکوي چې دغه ستونزې ته د اجندا په سر کې لومړیتوب ورکړي، بودیجه او نورې سرچینې ورته برابرې کړي.

پر اټومي وسلو سمبال پاکستان چې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه نفوس لري، د لسیزو جګړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، بې وزلۍ او په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله د زده کړو په برخه کې ډېر پاتې راغلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس