معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / رویټرز وایي، امریکا اسراییلو ته د وسلو لېږد ځنډولی دی

رویټرز وایي، امریکا اسراییلو ته د وسلو لېږد ځنډولی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د څلورو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا اسراییل ته د بوینګ شرکت د جوړو شویو ځینو وسلو استول بند کړي دي.

د سرچینو په وینا، د لویو بریدونو په دې بار وړونکو وسلو کې غیر لارښود بمونه په کره لارښود کوچنيو بمونو اړوي.

سرچينو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

سپینې ماڼۍ او پنټاګون په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه یادښت کې یو شمیر لوړ پوړو امریکایي چارواکو مشوره ورکړې، چې دوی د نړیوالو بشري قوانینو سره سم د امریکا د وسلو د کارولو په اړه اسراییل “رښتینی او د باور وړ” ونه ګڼي.

امریکا له اسراییلو سره د غزې پر مظلوم ولس روان وحشت کې ښکېله ګڼل کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس