معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / صنعت او سوداګرۍ وزارت په بادغیس کې یو ستر صنعتي پارک جوړوي

صنعت او سوداګرۍ وزارت په بادغیس کې یو ستر صنعتي پارک جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست بادغیس ته د اقتصادي پروژو د ارزونې او په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو په موخه سفر کړی دی.

د مسوولینو په خبره، دغه وزارت په پام کې لري چې بادغیس کې یو ستر صنعتي پارک جوړ کړي.

د سرپرست وزیر په وینا هڅه کوي چې د دغه ولایت ځوانانو ته د کاري زمینو پیدا کولو برخې ته لومړیتوب ورکړي.

سرپرست وزیر د صنعتي پارک له ځمکې څخه د لیدنې پرمهال د سیمه ییزو ادارو د رییسانو ستونزې هم اورېدلي او په دغه ولایت کې یې د ۲۴ ساعته برېښنا شتون ته په اشارې سره یاد ولایت د پانګونې لپاره مساعد بللی دی.

نوموړي ویلي، سرپرست حکومت ټولو ولایاتو کې اقتصادي پلانونو عملي کولو لپاره کار کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس