معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کار او ټولنیزو چارو وزارت له یو شمېر موسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کار او ټولنیزو چارو وزارت له یو شمېر موسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، چې له همکارو موسسو سره یې په بېلابېلو برخو کې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

یاد وزارت ویلي، دغه هوکړه لیکونه چې هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو، د یتیمو او بې‌ سرپرسته ماشومانو څخه د ساتنې او بشري مرستو برخو کې له ۸ ملي او نړیوالو موسسو سره لاسلیک شوي، په عملي کېدو سره به یې کابل، کاپیسا، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ۲ زره تنه هېوادوال برخمن شي.

سرچینه زیاتوي، چې پر همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې یاد وزارت له همکارو موسسو غوښتي، چې خپل فعالیتونه دې له وزارت سره په نږدې همکارۍ او د پالیسۍ او اصولو مطابق ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس