معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روانه میاشت د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پرانیستل شوي

روانه میاشت د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پرانیستل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، په روانې غویي میاشت کې د اوبو مدیرت، ټرانسپورټ او صنعت سکټورونو په برخه کې د ۴۴.۲۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې پرانیستل شوې دي.

 د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، د ټرانسپورټ سکټور کې د ۳۳ میلیارده او ۳۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د هرات – غور لویې لارې، د کابل خېرخانې کوتل سړک دوهمې برخې له شهید څلور لارې تر قصبې سړک او د کابل له هوایي ډګره تر ګمرک پورې نښلوونکي سړک پروژې شاملې دي، چې د سرپرست حکومت له بودیجې تمویلیږي.

دغه راز د صنعت په برخه کې بیا د ۲ میلیارده ۴۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور له لوري هرات ولایت کې د درملو تولید دوو فابریکو او د غیرالکولي مشروباتو یوې فابریکې پرانیستل کېدل شامل دي.

د مسوولینو په وینا دغه راز د سرپرست حکومت له بودیجې د ۸ میلیارده او ۴۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مدیریت په برخه کې د پاشدان بند د پاتې چارو پیلول شامل دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس