معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان کرېکټ لوبغاړي؛ د روزنې په موخه یې دوه روزونکي وګمارل شول

افغان کرېکټ لوبغاړي؛ د روزنې په موخه یې دوه روزونکي وګمارل شول

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۱۴مه او د اپرېل ۳مه نېټه ده) د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پخوانی کپټان یونس خان‌ یې د خپلې لوبډلې د بېټنګ روزونکی ګومارلی دی.
یونس خان به په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبډلې سره د بېټنګ په برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ همداراز د پاکستان د کرېکټ پخوانی لوبغاړی عمرګل د باولېنګ روزونکی ګومارلی دی.
ټاکل شوې ده چې یونس او عمرګل په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د روزنې په کمپ کې یوځای شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس