ستانکزی وايي پر دوی د امریکا فشارونه د خپلو خبرو د منلو لپاره دي

ګهیځ: د افغانستان نوی حکومت وايي نړیوال یوازې د دې لپاره چې د دوی خبرې ومنل شيی، اقتصادي فشارونه راولي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې نړیوال پر دوی فشارونه راولي او هڅه کوي پر دوی خپلې خبرې ومني، نو له …

Read More »

د رادار سیستم کنټرول لومړۍ جوپه کابل ته را ورسېده

ګهیځ: نن یکشنبه (د لنیدۍ ۵مه) د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د هوایي حریم د کنټرول لپاره یې کابل کې د رادار سیسټم فعالولو ته اجازه ورکړې ده. دغې ادارې ویلي چې د هوايي حریم د کنټرول بشپړ رادار لومړۍ جوپه کې درې پایې رادار چې له فرانسې …

Read More »

نیویارک ټایمز: اړتیا ده چې امریکا له افغانستان سره مستقیمې اړیکې ولري

ګهیځ: نن یکشنبه( د مرغومي ۵مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تبصره کې ویلي، په کار ده چې امریکا د پاکستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي. په تبصره کې راغلي، امریکایي سیاستوال او ډېری پالیسي جوړوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا …

Read More »

د پاسپورټ ریاست: په کابل کې له دې وروسته یوازې په انلاین ډول د پاسپورټ غوښتنلیکونه ثبتوي

ګهیځ: نن (شنبه د مرغومي ۴مه) د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عالم ګل حقاني وايي، له دې وروسته خلک کولای شي یوازې په آنلاین توګه د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي. حقاني دا څرګندونې تېره شپه په یوه ویډيویي پیغام کې کړي. هغه زیاتوي …

Read More »

حامد کرزی: نړيوال دې له طالبانو سره متقابل چلند ته ادامه ورکړي

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۴مه) پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په تېر کې ټولو ښکېلو لورو ظلمونه کړي، خو اوس د دې وخت دی، چې طالبان د یو واقعیت په توګه ومنل شي او نړۍ ورسره راشه درشه ولري. حامد کرزي له سي اېن اېن سره په مرکه کې …

Read More »

د اوبو او انرژۍ وزارت: په راتلونکي کال کې د بندونو پاتې پروژې بشپړوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۲مه) د اوبو او انرژۍ وزارت وايي د را روان ۱۴۰۱ کال د جوړ شوي پلان له مخې د کمال خان او شاه او عروس بندونو پاتې کارونه به بشپړ شي. وزارت ویلي چې د ځمکې لاندې اوبو د تقویې لپاره په ځانګړي ډول په …

Read More »

اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ملګري ملتونه ور ته ۶ میلیونه ډالر ورکوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۲مه) د کورنیو چارو وزارت ویلي د ملګرو ملتونو لخوا د خپلو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره دغه وزارت ته د ۶ میلیونه ډالرو د ورکړې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي. وازرت پر خپل ټویټر لیکلي: ‏” په رسنیو کې چې داخله …

Read More »

امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه درې جوازونه صادر کړل

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي دوهمه نېټه) امریکا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په پار درې جوازونه صادر کړي دي. د دې جوازونو له مخې د امریکا حکومت او ټولې نړیوالې موسسې کولی شي له افغانستان سره مرستې وکړي او په بشري پروژو کې ونډه واخلي. د امریکا …

Read More »

د رویټرز راپور: ملګري ملتونه د پټ سند له مخې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته نږدې ۶ میلیونه ډالر ورکوي

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) ملګرو ملتونو د افغانستان نوي حکومت ته ویلي چې د دغه بنسټ د اړوندو دفترونو او کارکوونکو ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت ته د نږدې شپږ میلیونه ډالر ورکوي. دا خبر رويټرز خبري اژانس نن د ملګرو ملتونو د یوه پټ سند …

Read More »

د افغانستان نوی حکومت؛ مالیزیا وايي د ځینو اسلامي هېوادونو له خوا یې د پېژندو هېلې شته

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) مالیزیا وایي‌ د دې احتمال شته چې ځينې اسلامي هېوادونه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني. رسنیو د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر له قوله راپورونه ورکړي چې، د غرب له ستراتېژۍ ور ها خوا ځینې اسلامي هېوادونه غواړي د افغانستان نوی …

Read More »