معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ملګري ملتونه ور ته ۶ میلیونه ډالر ورکوي

اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ملګري ملتونه ور ته ۶ میلیونه ډالر ورکوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۲مه) د کورنیو چارو وزارت ویلي د ملګرو ملتونو لخوا د خپلو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره دغه وزارت ته د ۶ میلیونه ډالرو د ورکړې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
وازرت پر خپل ټویټر لیکلي: ‏” په رسنیو کې چې داخله وزارت ته د ملګرو ملتونو لخوا د هغو د اړونده ملکیتونو د ساتنې په مقابل کې د شپږملیون ډالرو د وړاندیز او ورکړې خبره کیږي دا حقیقت نه لري”.
وزارت وايي، دوی ته تر دا مهاله په دې اړه د ملګرو ملتونو لخوا په رسمي ډول کوم وړاندیز نه دی شوی.
تر دې مخکې رویټرز ویلي و د ملګرو ملتونو یو پټ سند یې لیدلی چې له مخې به یې په افغانستان کې د خپلو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته ۶ میلیونه امریکايي ډالر ورکوي.
رویټرز ویلي و، چې د دغه بنسټ مرستیال ویاند فرحان حق ور سره په خبرو کې د دې خبرې د رد یا تایید په اړه څه نه دي ویلي، خو اسلامي امارت دا خبر ردوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس