معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ستانکزی وايي پر دوی د امریکا فشارونه د خپلو خبرو د منلو لپاره دي

ستانکزی وايي پر دوی د امریکا فشارونه د خپلو خبرو د منلو لپاره دي

ګهیځ: د افغانستان نوی حکومت وايي نړیوال یوازې د دې لپاره چې د دوی خبرې ومنل شيی، اقتصادي فشارونه راولي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې نړیوال پر دوی فشارونه راولي او هڅه کوي پر دوی خپلې خبرې ومني، نو له همدې امله یې اقتصادي فشارونو ته زور ورکړی دی.
هغه یو ځل بیا ویلي چې د اقتصادي فشارونو په تړاو د امریکا کړنې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي او په کار ده چې له دغه کړنو په شا شي او د افغانانو پانګه ازاده کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د نظام د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو لړۍ چټکه ده او په بېلو برخو کې د مسلکي کسانو ګومارنه روانه ده.
ستانکزي زیاته کړې چې د افغانانو د یووالي لپاره کار کوي او ټول به په حکومت کې ونډه ولري. هغه پر نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري وکړي او دلته د اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.
عباس ستانکزي په ورته وخت کې په هېواد کې د اسلامي قانون پر پلي کېدو او د اسلامي قانون اړوند مجرمینو ته پر سزا ورکولو ټینګار وکړ.
ده څرګنده کړه چې نړۍ په ښکاره دوی ته وایي، که د اسلامي قانون له مخې مجرمینو ته سزا ورکړی شي، دا له بشري حقونو سرغړونه ده او دوی به یې په رسمیت ونه پېژني.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس