معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / حامد کرزی: نړيوال دې له طالبانو سره متقابل چلند ته ادامه ورکړي

حامد کرزی: نړيوال دې له طالبانو سره متقابل چلند ته ادامه ورکړي

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۴مه) پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په تېر کې ټولو ښکېلو لورو ظلمونه کړي، خو اوس د دې وخت دی، چې طالبان د یو واقعیت په توګه ومنل شي او نړۍ ورسره راشه درشه ولري.
حامد کرزي له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي دا چې تېرو وختونو کې ټولو لورو عام افغانان ځورولي نو له همدې امله یې هم پخوا او هم اوس طالبانو ته د وروڼو خطاب کوي، څو افغانان نور د پردیو جګړو قرباني نه شي.
نوموړی وایي اوسمهال دی او ډاکټر عبدالله عبدالله، د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنې کتنې کوي. د کرزي په وینا، د دې وخت را رسېدلی دی چې طالبان هم له هغو افغانانو سره اړیکې ونیسي چې د مختلفو دلایلو پر بنسټ له هیواده وتلي دي.
کرزي ویلي نړیواله ټولنه دې داسلامي امارت له چارواکو سره کار وکړي تر څو د میلیونونو خلکو د لوږې مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید له اړمنو افغانانو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي او بې باورۍ ته د پای ټکی کېږدي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس