معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاسپورټ ریاست: په کابل کې له دې وروسته یوازې په انلاین ډول د پاسپورټ غوښتنلیکونه ثبتوي

د پاسپورټ ریاست: په کابل کې له دې وروسته یوازې په انلاین ډول د پاسپورټ غوښتنلیکونه ثبتوي

ګهیځ: نن (شنبه د مرغومي ۴مه) د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عالم ګل حقاني وايي، له دې وروسته خلک کولای شي یوازې په آنلاین توګه د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي.
حقاني دا څرګندونې تېره شپه په یوه ویډيویي پیغام کې کړي. هغه زیاتوي چې سر له شنبې ورځې (نن د مرغومي ۴مه ) څخه به د پاسپورټ په کاغذي غوښتنلیک باندې احکام نه ورکول کیږي.
نوموړي دغه راز له خلکو غوښتنه کړې چې د سپارښتلیکونو له راوړلو دې ډډه وکړي. حقاني ویلي، اوس مهال د پاسپورټ ریاست ویب پاڼه خلاصه ده او هرڅوک په آسانۍ سره کولای شي په آنلاین بڼه د پاسپورټ لپاره غوښتنلیک ثبت کړي.
خو د دغه ریاست ویاند شفیع الله تسل وايي، چې انلاین فورمې یوازې د کابل لپاره دي او په ولایتونو کې خلک کولی شي په کاغذي فورمو احکام تر لاسه کړي.
هغه ټینګار وکړ چې، له کاغذي فورمو پرته د ولایتونو خلک هم کولی شي په انلاین فورمو سره د کابل پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي.
دغه راز تسل ورته مهال وویل، چې دا مهال یې د درې ورځو لپاره د پاسپورټ عمومي ریاست د مراجیعینو پر مخ تړلی دی.
د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، له دې ګام څخه یې موخه روڼتیا رامنځته کول او د ګڼې ګوڼې کنټرول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس