معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوبو او انرژۍ وزارت: په راتلونکي کال کې د بندونو پاتې پروژې بشپړوي

د اوبو او انرژۍ وزارت: په راتلونکي کال کې د بندونو پاتې پروژې بشپړوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۲مه) د اوبو او انرژۍ وزارت وايي د را روان ۱۴۰۱ کال د جوړ شوي پلان له مخې د کمال خان او شاه او عروس بندونو پاتې کارونه به بشپړ شي.
وزارت ویلي چې د ځمکې لاندې اوبو د تقویې لپاره په ځانګړي ډول په کابل کې د پنجشیر له سینده د کانال جوړولو په لټه کې دي.
دغه وزارت پر ټویټ پیغامونو کې همدا شان څرګنده کړې چې، دا مهال د هېواد ۷۰ سلنه اوبه ضایع کېږي او د دغه وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د هېواد اوبه کنټرول او مدیریت کړي.
د یاد وزارت په وینا، که اوبه کنټرول شي، افغانستان به د صنعت، کرنې او برېښنا په تولید کې پر ځان بسیا شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د اوبو د چارو د ښه مدیریت په موخه د هیواد د اوبو حوزې په پنځو لویو سیندونو ویشل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس